د لاس رسي وړ اتصالات

عزیزي: پنځلس میلیونه افغانانو ته انټرنټ رسوو


د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا) رئیس محمد نجیب عزیزي د متحده ایالاتو د مخابراتو د انستیتوت له رئیس سره
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا) رئیس محمد نجیب عزیزي د متحده ایالاتو د مخابراتو د انستیتوت له رئیس سره

د متحده ایالاتو او نړیوال بانک لخوا د نړۍ د نښلولو (گلوبل کنیکټ) په کنفرانس کې پریکړه وشوه چې د تر ٢٠٢٠ کال پورې باید یو نیم میلیارد وگړو ته انټرنټ ورسول شي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د مخابراتي خدماتونو د تنظیم (اترا) رئیس محمد نجیب عزیزي هم گډون کړی و، او امریکا غږ ته یې وویل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځلس میلیونه افغانانو ته انټرنټ ورسوو.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه "نن سبا د انټرنټ درلودل سهولت نه دی بلکې یو ضرورت دی چې په نورو څانگو کې هم د پرمختیا د پاره اړین بلل کیږي.

ښاغلی عزیزي وایي د اترا اداره په یو اوږدمهاله پروگرام کار کوي چې د نورې پرمختللې نړۍ په څیر د ژوند او حکومتداری نورې چارې هم د انټرنټ له لارې وشي.

د گاونډیو هیوادونو پر پرتله د انټرنټ د لوړې بیې د پوښتنې په ځواب کې ښاغلی عزیزي وایي چې هرڅومره چې د انټرنټ د استعمال ساحه پراخه شي، هغومره به مخابراتي شرکتونو ته گټه وکړي او هغومره به بیې راښکته شي.

په افغانستان کې اوسمهال درې میلیونه خلک انټرنټ لري چې زیاتره یې یوازي د غږیږو خدماتو (تلیفون) او ویبپانو د کتلو (ویب براوزینگ) د پاره استعمالوي.

په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځلس میلیونه افغانانو ته د انټرنټ رسولو د پروگرام په اړه ښاغلي عزیزي وویل چې (اترا) او د مخابراتو وزارت په دې کار کوي چې دویم فایبر نوري د ځمکې له لارې د نړیوال جال سره ونښلوي. اوسنی فایبر نوري د پاکستان او ایران سره نښلیدلی او د کراچۍ له لارې په سمندر کې د نړیوال جال سره نښلیدلی دی.

د دویم فایبر نوري موافقه د ازبکستان له هیواد سره لاسلیک شوي ده چې د ځمکې له لارې د روسیې او د اروپا په مرکز کې د نړیوال جال سره ونښلي.

په افغانستان کې فایبر نوري د حلقوي سړک د ٢٢ ولایتونو مرکزونو سره نښلولي دي خو ښاغلی عزیزي وایي چې په دویم پړاو کې د مرکزی ولایت بامیان څخه تر هرات، په شمال کې تر بلخ او په جنوب کې تر کندهاره پورې د مزي د غزولو پلان لري.

XS
SM
MD
LG