د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ترلاسه نکړای شو


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یوه غونډه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یوه غونډه

افغانستان نن سه شنبه اکتوبر ۱۱ (تله ۱۹) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان په رایه اچوونه کې د دغې شورا د غړیتوب په ترلاسه کولو کې پاتې راغی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه امریکا غږ ته وویل چې افغانستان او جنوبي کوریا ونشو کړای د دغې شورا غړیتوب ترلاسه کړي.

د اسیا پسیفیک لپاره د دغې شورا د ټاکل شویو څلورو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره د شپږو هېوادونو افغانستان، بنګله‌دیش، جنوبي کوریا، قرغیزستان، مالدیف او ویتنام ترمنځ کلکه سیالي‌ وه.

په دغې شورا کې د غړیتوب ترلاسه کول د افغانستان لپاره یوه ننګونې مبارزه وه، ځکه چې دا هېواد د تیر یو کال راپدیخوا د طالبانو لخوا د میرمنو، نجونو او اقلیتونو سره د ناوړه چلند، او په پراخه توګه د شخصي آزادیو له کبله د خبرونو په سرټکو کې راځي.

هر هغه هیواد چې غواړي د دې شورا غړي شي باید په کور دننه او دباندې د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړ معیار ولري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷ غړي لري او د غړیو د ټاکلو لپاره یې سري رایه اچوونه کېږي.

دا مهال په نیویارک او ژنیو کې هغه دپلوماتان د افغانستان نمایندګي کوي چې مخکني حکومت معرفي کړي وو، نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

XS
SM
MD
LG