د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په پچیر کې د داعش ضد پاڅونوال ځای په ځای کیږي


په پچیر کې له څه مودې راهېسې داعشیانو حملې پیل کړي دي
په پچیر کې له څه مودې راهېسې داعشیانو حملې پیل کړي دي

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې پنځه سوه ځايي پاڅونوالو ته د امنیتي پوستو د ایجاد او تجهیزاتو د ورکړې لړۍ پیل شوې چې د حکومت په وینا په دې چارې سره کېدای شي، بیا ځلې دداعش د راتګ مخنیوی وکړي.

په دغه ولسوالۍ کې داعش ډلې نژدې یوه نیمه میاشت د بر پچیر یوه لویه سیمه کې حکومت وکړ چې بلاخره تر اوږدو عملیاتو وروسته افغان پوځ له سیمې وویستل، خو ډېر یې د ګاونډ هسکې مېنې ولسوالۍ ته وخوځېدل.

په ختیځ کې د پوځ قوماندانۍ ویلي چې د پاڅونوالو لپاره یې د مورچو جوړول له تېرې ورځې راهیسې پیل کړي او ژر ده چې سیمه ییز خلک سیمې د تل لپاره وساتلی شي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا وویل"ددې اونۍ په پیل کې مو د ولسي پاڅون کونکو د ځای پر ځای کولو پروسه په عملي توګه پیل کړې، د ځینو کسانو پروسه خلاصه شوې او د ځینو هغه په جریان کې ده. زمونږ امنیتي ځواکونه د امنیت لپاره ځای پر ځای دي، تر هغې چې پاڅونوال وتوانېږي په سیمه کې امنیت تامین کړي، زمونږ د قعطعاتو لخوا پیل شوي عملیات به روان وي."

پاڅونوال څه کوي

په پچیراګام ولسوالۍ کې د سختو جګړو په وجهه له دغه ولسوالۍ نه سلګونه کورنۍ کډوالې شوي،چې تر اوسه بېرته خپلو کورونو ته نه دي ورغلي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي دغه پنځه سوه پاڅونوال به ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ د شپږو میاشتو لپاره وپالي.

هغه وايي"دا پروسه به د شپږو میاشتو لپاره وغځېږي او د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ لخوا به ورسره مرسته کېږي. دغه پنځه سوه کسانو کې چې ځینې په شرایطو برابر وو نو هغوی به سد سیمه ییزو پولیسو او سرحدي ځواکونو په لیکو کې هم جذب کړو".

هغه وايي اوس حکومتي سرتیري او پاڅون کونکي د امنیتي خوندیتوب لپاره په ګډه کار کوي. خو په سیمه کې ولسي خلک وايي که حکومت یې په درنو وسلو سمبال نه کړي نو د بر پچیر ساتل ورځ تر بلې سختېدلای شي.

د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکی مازیګر وايي" نو چې مونږ ته درنې وسلې رانه کړي مونږ هیڅ هم نه شوو کولای، ځکه چې که مو کولی شوای، نو ولې به یې رانه بر پچیر نیوه".

دوی وايي حکومت ورته د دوو میاشتو لپاره په خپله وسله د سیمې د ساتنې وړاندیز کړی، خو زیاتوي چې نور په خپلو ټوپکو جګړې بې تابه کړي دي.

خو د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي چې له پاڅونوالو سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته هم کوي او جګړې ته یې یوازې نه پرېږدي.

که څه هم اوس مهال د پچیراګام په ولسوالۍ کې د داعش وسله وال نشته، د سیمه ییزو خلکو او حکومت په وینا چې د اسلامي دولت جنګیالي د هسکې مېنې ولسوالۍ ته اوښتي او مخه یې ډب نه شي نو بیا راتلل یې هم یقیني کېدای شي.

XS
SM
MD
LG