د لاس رسي وړ اتصالات

د جوګیانو ژوند؛ اساسي قانون جوګیان د افغانستان اتباع نه بولي


په افغانستان کې د جوګیانو یا جټانو اقلیت په یو ناوړه حالت کې ژوند کوي. کله چې شخړو او جګړو ېې مینې او کورونه وران ویجاړ کړل نو دغه خلک اړ شول چې له کوچیاني ژوند څخه تیر شي.

دغه هېر شوی اقلیت هره ورځ له توپیري چلند سره مخامخ دی او په افغانستان کې یې خلک د هېواد د اصلي اتباعو په صفت نه مني.

ددغه قومي اقلیت یو شمیر کورنیو د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته څېرمه له خټو څخه کورونه جوړ کړي، خو په کوټو کې یې ژوند کول آسانه نه دي.

د افغانستان اساسي قانون جوګیان افغان نه بولي او دا ددې لامل شوی چې تر زیاته اندازه دغه اقلیت د تابیعت د تذکرې، د ځمکې د پېر او پلور او نورو امتیازونو څخه بې برخې پاتې شي.

د تذکرې د اخېستلو لپاره باید د متقاضي پلار او یا مشر ورور د افغانستان د تابعیت تذکره ولري.

رسمي احصائیې ښي چې په افغانستان کې ۲۰-۳۰ زره جوګیان اوسیږي چې اکثریت یې د افغانستان په شمال کې مېشت دي.

د جوګیانو یو قومي مشر مُلا اورال وایې چې دوي هرکله امکان لري چې له افغانستان څخه وشړل شي.

مُلا اورال وایې "په خداي قسم یادوم چې د ځمکې د نه درلودلو په خاطر خوشحاله یو چې مړه شو."

دغه قوم د خپلو ټولنیزو دودونو له امله د افغانستان له نورو وګړو سره توپير لري. د بیلګې په توګه جوګۍ ښځې له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کوي او نفقه ګټي.

د "پن" د غیر حکومتي ادارې یو رئپوټ وایې چې زیاتره افغانان، جوګیان خپل وطنوال نه ګڼي.

په بلخ ولایت کې ددغې موسسې مسؤله میکاله دیویکافا وایې چې د جوګیانو په باب د دولتي چارواکو په خبرو کې "ابهام او توپیر موجود دی."

افغان سیاستوال ددې په خاطر چې نور خلک یې خوشحاله ساتلې وي د جوګیانو په باب زیاتې خبرې نه کوي.

د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط د جوګیان ژوند "یوه حساسه مسله" بولي.

محتاط زیاتوي چې دا "زمونږ مسولیت دی چې یوه قانوني پروسه په لاره واچوو چې هغوي د افغانستان د قومونو په څیر ومنل شي."

XS
SM
MD
LG