د لاس رسي وړ اتصالات

د شمال ختیځ خبریالان له چارواکو سر ټکوي


په تیرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې لسگونه تلویزیونونه، راډیوگانې او نوې چاپي خپرونې پیل شوې دي.

په شمال ختیځ زون کې خبریالان وايي چې چارواکې پر وخت معلومات نه ورکوي او د کره معلوماتو موندنې بله لاره نلري.

خبریالان زیاتوي چې په هغو راپورونو کې چې د امنیتي او دولتي چارواکیو د لاسته راوړنې خبره وي مطبوعاتو ته ژر معلومات ورکوي خو که د چارواکیو کمبودي او نیمګړتیا په کې ښکاره کیږي مطبوعاتو ته معلومات نه ورکوي.

د کندوز یو خبریال هدایت الله زیارمل داسې وايي "کندوز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه شته خو د خبر جوړلو پر وخت له چارواکیو سره اړیکه ټینګول ستونزمن کار دی. مونږ دغه ستونزه له چارواکیو سره شریکه کړې خو دوی ورته پاملرنه نه کوي"

نظیم ځدراڼ په بغلان کې خبریال دی او وایي په ځینو حالتونو کې چارواکي خبریالانو ته ترانسپورټي وسایل هم برابروي خو که د هغوی کمزوري په کې وي خبر له خبریالانو پټ ساتي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نږدې دوه کاله وړاندې په شپږو فصلونو او دوه دیرش مادو کې د ولسي جرګې لخوا تصویب شو خو لا هم دغه قانون په دولتي ادارو کې نه پلی کیږي.

په ځینو حالتونو کې د خبر جوړولو پر وخت امنیتي مسولین پر خبریالانو پټکې کوي او کله کله خبره تر تاوتریخوالي هم رسیږي.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش هم وايي چې د پیښې پر وخت چارواکي ټلیفونونو ته ځواب نه ورکوي او دوی هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي.

ویاند دانش زیاتوي "ټول ځانونه ګوښه کوي، هیڅ چارواکی ټلیفون ته ځواب نه ورکوي، که کومه پیښه وشي د امنیې قوماندان هم ټلیفون ته ځواب نه ورکوي"

هغه زیاتوي چې خلک باید له پیښو خبر وي او د جمهور ریس حکم دی چې ولس ته باید معلومات ورکړل شي.

خبریالان په داسې وخت کې له چارواکو گیله کوي چې پرون له تخار څخه پنځه تنه خبریالان کندوز ته په راپور پسې د راتګ پر وخت په ترافیکي پیښه کې ټپيان شول.

په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان شمال ختیځ ولایتونه نارامه شوې دي او طالبانو دوه ځلې پر کندز، بغلان او فاریاب کې سخت بریدونه وکړل.
په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان شمال ختیځ ولایتونه نارامه شوې دي او طالبانو دوه ځلې پر کندز، بغلان او فاریاب کې سخت بریدونه وکړل.

د کندوز د عامې روغتیا ډاکټران وايي چې دغه خبریالان یې په روغتون کې بستر کړي دي او اوس یې وضعیت ښه دی.

په دغه ترافیکیې پیښه کې د اریانا نیوز، خورشید، د ایران راډیو، رویټرز خبري اژانس پنځه تنه خبریالان او د هغوي کیمره مینان ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG