د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان معلوماتو ته د لاس رسي تر ټولو ښه هیواد - رپوټ


معلوماتو ته د لاس رسي جدول
معلوماتو ته د لاس رسي جدول

په یو تازه رپوټ کې افغانستان معلوماتو ته د لاس رسي د قانون له درکه د نړۍ د هیوادونو په سر کې ځای نیولی دی.

رپوټ په کاناډا کې میشت د قانون او دیموکراسۍ مرکز په نامه غیر حکومتي سازمان خپور کړی.

افغانستان د ١٥٠ ممکنو امتیازونو نه ١٣٩ ترلاسه کړي دي. مکسیکو د ١٣٦ امتیازونو په اخیستلو دوهم او صربستان د ١٣٥ امتیازو په اخیستو دریم شوی دی.

په کاناډا کې میشت د قانون او دیموکراسۍ او په هسپانیا کې میشت د اکسیس انفو یوروپ مرکزونه هر کال معلوماتو ته د لاس رسي د قوانینو د پلي کولو په اړه د نړۍ د هیوادونو پرمختگونه څاري.

ددغه رپوټ له مخې د امریکا د متحده ایالاتو په گډون هیڅ یو غربي هیواد د نړۍ د لسو لومړیو هیوادونو په لست کې ندی راغلی.

اتریش، پالائو، لیختن اشتاین او فلیپین په ترتیب سره د جدول په پای کې راغلي دي چې پدغو هیوادونو کې معلوماتو ته د لاس رسي حق له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

د قانون او دموکراسۍ مرکز پدغه رپوټ کې ویلي دي چې دغه سازمان د پیچلو لارو چارو نه په استفادې د نړۍ په هیوادونو کې معلوماتو ته د لاس رسي د قوانینو د چوکاټ قوت او کمزورتیا ارزولې ده.

د قانون او دموکراسۍ د مرکز رئیس توبي مندل، وویل چې معلوماتو ته د لاس رسي د قانون په برخه کې د افغانستان پرمختیا "فوق العاده" وه، خو ټینگار یې وکړ چې د قوانینو پلي کول به تل له ستونزو سره مل وي. هغه زیاته کړه چې "دغه قانون {معلوماتو ته د لاس رسي د حق قانون} لږ تر لږه هغه هیواد ته یوه وسیله ده چې اوسیدونکي یې وکړای شي د دولتي مقاماتو نه معلومات وغواړي."

دغه مرکزونه له دې لارې د حقوقي چارو مدافعینو، اصلاح غوښتونکو، قانون جوړونکو، منتقدینو، ژورنالیستانو او نورو خلکو ته معلومات ورکوي چې په خپلو هیوادونو کې معلوماتو ته د لاس رسي قوانین د خپلو گاونډیو هیوادونو او نړیوالو معیارونو له مخې وارزوي.

XS
SM
MD
LG