د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د افغانانو د مړو د بې حرمتۍ سخته غندنه کړې


کرزي د افغانانو د مړو د بې حرمتۍ سخته غندنه کړې
کرزي د افغانانو د مړو د بې حرمتۍ سخته غندنه کړې

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د هغې ویډیو کلکله غندنه کړې چې په کښي د افغانانو د مړو بې حرمتي شوې. ښاغلي کرزي ویلي دي چې ددغه ویډیويي فیلم په لیدلو سره ډیر خپه او متاثره شوی دی.

د امرېکې د دفاع وزېر لېان پانېټه نن دغه وېدو وغندله او وېې وېل چې دغه عمل بېلکل د غندنې وړ دی.

په افغانستان دناټو تر قوماندې لاندې دايساف ځواکونو هم نوموړې وېدېو غندلې او وايي چې غالبا دغه عمل دامرېکا دسمندري پوځ څو تنو عسکرو کړې چې فعلا په افغانستان کې نه دي موجود.

ایساف وویل چې د بې حرمتۍ دا ډول سپک عمل په افغانستان کې د نړېوالو اېتلافي ځواکونو هغو لوړو اخلاقي معېاورنوته زېات نقصان رسوي، چې توقع ېې ورنه کېږي.

ښاغلي کرزي ووېل چې دا ډول حرکات غېر انساني اعمال دي.

بل پلوه طالبان وايې چې سېاسي څانگه ېې په افغانستان کې د روانې جګړې دپای ته رسولو په خاطر د سولې د مذاکراتو د پیلولو لپاره چمتو ده.

ېوه مطبوعتي بیانیه چې طالبانو نن د ايمېل له لارې خپره کړې واېې چې په جګړه زبلي افغانستان کې ېې د سولې د راوستلو لپاره خپل کوښښونه دوچنده زېات کړي دي.

خو په عېن وخت کې طالبانو د افغانستان د اوسني اساسي قانون سره خپل کلک مخالفت بیا څرگند کړی او په خپله نننۍ مطبوعاتي بیانیه کې ېې د جمهور رېس کرزي په مشرۍ حکومت ته د ېوه لاس پوڅې او گوډاگي حکومت په نوم اشاره کړې

طالبانو خپله نننۍ بیانیه په داسې حال کې خپره کړې ده چې دامرېکا د حکومت ېو لوړ پوړي دېپلومات، مارک گروسمن، بله اونۍ دېوه امرېکايې پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کوي او غواړي چې طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پېل کولو لپاره د ولسمشر حامد کرزي ملاتړ لاس ته راوړي.

له بلې خوا د طالبانو ېوه وېاند نن دپنجشنبې په ورځ ووېل ېو وېدېوېې فلم چې په ېو ټېوب کې ښودل شوی او داسې په کې ښکاري چې امرېکاېې عسکر د څو تنو وژل شوو طالبانو د مړو سپکاوې او بی حرمتي کوي، د سولې د مذاکراتو په پلان باندې به اغېزه ونه لري.

د طالبانو ېوه وېاند ذبېح اله مجاهد ووېل چې د سولې پروسه په دومره ابتداېې مرحله کې ده، چې ددغه فلم راښکاره کېدل به پرې زېاته اغېزه ونه کړي، او هغو خبرو ته به زېان ونه رسېږي چې د امرېکا سره ېې د خپلو قېدېانو د خوشې کولو په منظور پیل کړي .

په عېن وخت کې د امریکا د دفاع وزارت پرون ووېل چې ددغې وېدېو په اړه به پلټنې وکړي ،خو تراوسه پوري دا خبره نه ده څرگنده چې ایا دغه فلم اصلي دی او که نه.

د روانې مېاشتې په پېل کې طالبانو اعلان کړې ؤ چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې ېې د خپل ېوه دفتر دپرانېستلو لپاره لومړنۍ موافقه حاصله کړې ده. امرېکاېې ماموران واېې وېل کېږي چې په قطر کې به د طالبانو د دفتر پرانېستل د سولې د خبرو په پرمختگ کې مرسته وکړي.

د طالبانو وېاند خپله مخکېنۍ غوښتنه تکرار کړه او وېې وېل چې هغوي د امریکا تر کنټرول لاندې د کېوبا د گوانتانامو د نظامي محبس نه د خپلو څو تنو قیدیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې. څو ورځې مخکي دامرېکاېې مامورانو له قوله رېپوټ ورکړ شو چې واشنگټن طالبانو سره دسولې د خبرو دبېا پیلیدو لپاره ځان چمتو کوي چې په نتېجه کې به یې دسولې ېوه موافقه لاس لېک شي. امرېکاېې ماموران واېې چې کېدې شي د قیدیانو تبادله د موافقې برخه وگرځي.

پروسږکال د امرېکا د ولسمشر مرستېال جوباېډن هم اعلان وکړ چې طالبان زمونږ دښمنان نه دي او که القاعدې ته ېې بېا پناه ورنه کړه ، نو هغوي د امرېکا ملي امنیت دهېڅ ډول گواښ سره نه مخ کوي.

XS
SM
MD
LG