د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه ریاست کرزی د نظام پر ضد په دسیسه کولو تورن کړ


حامد کرزی وایي هیڅکله یې هم د نظام د تخریبولو هڅه نه ده کړې
حامد کرزی وایي هیڅکله یې هم د نظام د تخریبولو هڅه نه ده کړې

په داسې حال کې چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه د دوو تیرو کلونو په پرتله په بیسارې توگه جدي شوي، د اجرائیه ریاست یو مقام د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اوسني حکومت په تخریبولو تورن کړ.

د افغانستان د اجرائیه رئیس ویاند ادعا کوي چې حامد کرزی د ملي وحدت حکومت تخریبوي.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمان رحیمي وایي چې پخوانی جمهور رئیس تل د ملي وحدت د حکومت د کمزورولو په لټه کې دی.

ښاغلي رحیمي د امریکا غږ ته وویل "ښاغلي کرزی د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو له پیل څخه هیڅکله هم د حکومت د غښتلي کیدو لپاره کار نه دی کړی، بلکه تل یې په منظمه اوسیستماتیکه توگه د حکومت د کمزوري کولو او د دسیسو جوړولو په ټولو هغو جریاناتو کې لاس درلودلی دی چې د حکومت پر ضد د ستونزو د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي—هماغسې چې یې د تقلب په سازمان کولو کې لاس درلودلی دی".

ښاغلي رحیمي همدا شان ادعا وکړه چې د رپوټونو او څیړنو له مخې، پخواني‌ ولسمشر په کابل کې په وروستېو سیاسي مظاهرو کې لاس درلود. رحیمي ادعا کوي چې ښاغلي کرزي به ونشي کړای چې "د ملي وحدت د حکومت بنسټونه" کمزوري کړي.

د اجرائیه ریاست ویاند وویل " د ښاغلي کرزي سابقې ته په کتلو سره، د هغه کړنو او سختو سهوو ته په پاملرنې چې په تیر وخت کې هغه مرتکب شوی—هغه مقام چې [کرزي] د بدلونونو په لومړیو ورځو کې درلوده هغه یې له لاسه ورکړی دی او په هیڅ صورت د ملي وحدت د حکومت او د حکومت د سیاستونو په وړاندې د یو گواښ په توگه نه و، او نه به وي".

د تورونو ردول

په افغانستان کې د نوي حکومت د رامنځ ته کیدو وروسته حامد کرزی د خپل جمهوري ریاست د دورې په څیر د والیانو، وزیرانو او مشاورینو په گډون د خپل مخکني حکومت د مقاماتو او همداشان د افغانستان د گوټ گوټ څخه د متنفذینو، سیاسي او قومي مشرانو او قدرتمنو اشخاصو سره په پرله پسې لیدنو او کتنو بوخت دی.

ښاغلي کرزي تازه رادیو آزادۍ ته ویلي دي چې هغه د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ملاتړ کوي.

ښاغلي کرزي وویل " نه، نه، نه ...ابداً نه، ابداً نه. په ټوله معنی د حکومت تائید کوم او غواړم چې هغوی خپل کار په سمه توگه پرمخ بوزي او د اساسي قانون په چوکاټ کې پرمخ لاړ شي. د قانوني سیاسي او ولسي مشروعیت پر اساس پرمخ لاړ شي. ملاتړی یې یم—البته چې هیله لرم هغه ژمنې یې چې کړي یې دي، پر هغه عمل وکړي تر څو زمونږ هیواد د ستونزو سره مخامخ نه شي".

د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لوی جرگې جوړول د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د موافقې یوه برخه وه چې د حکومت د دوه کاله کار وروسته باید جوړه شوی واي، خو د یو شمیر څیړونکو په اند په ټاکلي موده کې د لوژستیکي دلیلونو له مخې ښایي لویه جرگه جوړه نه شي.

ښاغلي کرزي چې دمخه یې تل د متمرکز جمهوري نظام ملاتړ کړی دی، اوس د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لوی جرگې جوړیدل غواړي، ځکه د هغه په اند دغه د افغانستان د زیات شمیر خلکو غوښتنه ده.

ښاغلي کرزي په دې اړه وویل " زمونږ هیله داده چې اوسنی حکومت په خپلو ټولو ژمنو عمل وکړي —په ځانگړې توگه د لوی جرگې جوړیدل د افغانستان د اوسني حکومت د مهمو وعدو څخه دي چې د افغانستان خلک په پخپلو کې راټول شي او د خپلې راتلونکې په هکله تصمیم ونیسي، د خپل اساسي قانون او د حکومت د مشروعیت په هکله پریکړه وکړي".

د افغانستان د ولسي جرگې غړی عبدالقیوم سجادي په دې باور دی چې د واکمن سنتي سیاسي فرهنگ په پام نیولو سره، سیاسي واک تل د شخص پر محور څرخیدلی او فردي گټې د عامه گټو په پرتله غوره گڼل کیږي او د ښاغلي کرزي فعالیتونه ددې امر څخه مثتثنی نه دي. د ښاغلي سجادي په وینا د پخواني جمهور رئیس فعالیتونه دوه هدفونه پرمخ بیایي.

ښاغلی سجادي وایي " د ښاغلي کرزي او د شاوخوا کسانو لپاره د دوو اړخونو څخه د اهمیت وړ دي، یو دا چې د ملي وحدت د حکومت د نیمگړتیاو په نښه کیدو سره په عامه افکارو کې د ښاغلي کرزي د حکومت نیمگړتیاوی له یاده وځي او دویم دا چې هغه مجموعه چې د سیاسي قدرت څخه بهر پاتې شوی ددې ضعف څخه په استفادې هڅه کوي چې ورځ په ورځ خپل نفوذ پیاوړی کړي".

اجرائیه ریاست په داسې حال کې پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د نظام پر ضد په توطئه کولو تورنوي چې ډاکتر عبدالله تیره اونۍ د ملي وحدت د حکومت د دوه کلنو کارونو څخه ناراضایتي څرگنده کړه او جمهور رئیس اشرف غني یې په دې تورن کړ چې د حکومت د جوړیدو موافقه یې په بشپړه توگه نه ده پلې کړې.

رپوټ: خالد مفتون

ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG