د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو قواوو ته د جمهور رئیس کرزي خبرداری


ناټو قواوو ته د جمهور رئیس کرزي خبرداری
ناټو قواوو ته د جمهور رئیس کرزي خبرداری

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي ناټو ته پر کورونو باندی د هوايی برېدونو خبرداری ورکړېدی.

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي ناټوته خبرداری ورکړېدی چې پر کورونو باندی هوايی برېدونو ته به په داسی حآل کې چې دافراطېانو خلاف عملېات کوی اجازه ورنکړلی شی.

ښاغلي کرزي پر امرېکا اوناټو باندی دملکېانو د تلفاتو په برخه کې، فشارته ادامه ورکړله. هغه د سه شنبی په ورځ ووېل چې افغان اولس نور دغه راز برېدونه نشي تحمل کولی او که چېری داهوايي برېدونه ادامه پېدا کاندی نو ددی خطر شته دی چې دامرېکا په مشرۍ اېتلاف ته " د اشغالګرو قواو " په توګه وکتل شی.

داتبصرې وروسته له هغه نه وشولې چې ېوه ورځ مخکې دافغانستان ولسمشر د ملکېانو تلفاتو د مخنېوي په برخه کې "وروستی خبرداری" خپور کړ.

پدغه خبرداري کې، دېکشنبې په ورځ دافغانستان جمهوررئېس حامدکرزي، داېتلاف قواوې دېته هڅولي وې چې د شپې چپاوونه کم کړي او له افغان قواو سره پرې سلا مشوره وکړي چې د ملکېانو تلفات کم شې.

ناټو دهغو 9 تنو ملکېانو د مرګ له امله چې د شنبې په ورځ په ېوه هوايي برېد کی دهلمند ولایت د نوزاد په ولسوالې کې ووژل شول، بخښنه غوښتې ده. خو دافغانستان چارواکی وايی چې په دغو هوايي بمبارېوکې دوه کورونه ولګېدل او 14 تنه پکې ووژل شول. په دې جملې کې دولس ماشومان او دوه ښځې وی. شپږ تنه ملکیان پکې ټپي شوي هم دي.

دېکشنبی په ورځ د سپېنی ماڼۍ ېوه نطآق ووېل چې امرېکا د افغانستان د جمهوررئېس سره د ملکېانو د تلفاتو په اندېښنه کې شرېکه ده.

د اسټرالیا عسکر د اززګان په ولایت کې د دندې پر مهال
د اسټرالیا عسکر د اززګان په ولایت کې د دندې پر مهال

په ېوه بل رپوټ کې ناټو وايی چی د سه شنبی په ورځ، دسړک د غاړې د بم په یوې چاودڼنې کې چې دافغانستان په ختېځ کې وشوه، د ناټو داېتلاف ېوعسکر ووژل شو. ناټو په دې برخه کې نور تفصېلات ندي ورکړي. داسترالېا چارواکېو ووېل چې د اېتلاف څلورو عسکرو له جملی نه چې په افغانستان کې ددوشنبی په ورځ ووژل شول، دوه تنه داسترالېا اتباع وو.

داسترالېا ددفاع قواو مارشال انګس هېوستن ووېل ېوعسکر د هغه افغان انډول په واسطه ووژل شو او بل ېې دېوې هېلېکوپټرې په ټکر کې ووژل شو. ددغو دواړو عسکرو له مرګ سره د استرالېا د عسکرو شمېر چې دافغانستان په شخړه کې تراوسه پورې وژل شوېدی 26 کسانو ته رسېږی.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدی چې دبرتانېې ېوه معتبر جنرال خبرداری ورکړېدی چې تر 2012 پورې زښت ډېر عسکر له افغانستان څخه ونه اېستل شی. جنرال جېمز بکنال ، په ېوه مرکه کې له ډېلی ټېلېګراف سره ووېل چې ددې لپاره چې هغه ګټی چی موږ د طآلبانو خلاف تراوسه پوری ترلاسه کړېدی، وساتلی شو نو هغه عسکر چې تېرکال افغانستان ته راغلل هغه پکارده چی ددوه راتلونکېو جنګی موسمونو ېعنی دوه اوړي نور هم په افغانسان کې پاتی شی.

جنرال بکنال ووېل که ډېر عسکر له افغانستان څخه واېستل شی نو دابه دافغانستان له مامورېت سره د تعهد په برخه کې په دغه جنګ ځبلی هېواد کې خلکو ته متضادی اشاری، ورورسوي. خو ددې په وړاندی ېوشمېر کسان وايی چې دالقاعده د مشر بن لادن مړېنه ېو ښه دلېل دی چې له افغانستان څخه دعسکرو اېستل زېات کړی شی.

XS
SM
MD
LG