د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست په زندان کې بندیان ته سهولتونه ډیر شوي


Archive
Archive
د خوست په مرکزي زندان کې د بنديانو د ستونزو د حل لپاره روغتيايي مرکز، محکمه او د يو شمېر نورو اړتياوو د پوره کولو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي. د خوست د مرکزي زندان لپاره، چې پخوا د روغتيايي ستونزو د حل او د بنديانو د محاکمې لپاره يې لازمې اسانتياوې نلرلې، د دې ستونزو د حل په موخه ودانۍ ورته جوړې او شنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

يادې شوې درې ودانۍ او يو شمېر نور محلقات چې په زندان کې د ننه جوړ شوي، يوه يې د روغتيايي مرکز، بله يې د محکمې او دريمه هغه يې د زندانيانو د نورو اړتياوو د پوره کولو په هدف جوړه شوې ده.

پر دې ودانيو د امريکا متحده ايالاتو د پوځ په چوکاټ کې د قانون د حاکميت د څانګې له لوري نږدې څلوېښت ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی، چې هدف يې د حکومتدارۍ پياوړتيا ده.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي، چې د دغو ودانيو په اړه يې خبریالانو ته معلومات ورکول داسې وويل: ،،په دې باندې اته دېرش ميليونه او اووه لکه افغانۍ لګښت شوی دی. دا درې ودانۍ دي، چې يوه يې تاسو وليده. په دې باندې د امريکا د حکومت د قانون د څانګې له لوري لګښت شوی دی، چې د زندان ډېرې ستونزې به حل کړي،،.

تر دې مخکې ناروغ بنديان د خوست ملکي روغتون او محاکمه کيدونکي بنديان د خوست مرکزي محکمې ته انتقاليدل.

د دې زندان د بنديانو د انتقال يو تن مسوول خاک نواز اشنا راډيو ته وويل، چې د بنديانو د انتقال پر مهال هره شېبه د دې منتظر وو، چې کومه پېښه رامنځته کېږي، خو زياتوي، چې اوس له دې ستونزې په امن شول. ،،په دې خاطر دلته اسانياوې رامنځته شوې، چې مخکې به موږ بنديان استناف محکمې ته وړل. په لاره کې به ډېر خطر و، چې بنديان ونه تښتي او يا څوک بريد پرې ونه کړي، خو اوس ډېره اسانتيا ده، ځکه چې بنديان لنډ ورته راووباسو او قاضيان ترې پوښتنې وکړي او بيا يې د ننباسو،،.

د خوست د زندان مدير روح الله کريمي د کلينيک په برخه کې وايي، چې له بنديانو سره ټولې لومړنۍ طبي مرستې کوي، خو زياتوي، هڅه کوي، چې د روغتيا په برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې او تر ډېره حده ناروغ بنديان همدلته تداوي کړي.

هغه وويل، چې تر دې مخکې په دغه زندان کې د ناروغو زندانيانو د تداوۍ هيڅ اسانتيا نه موجوده او بنديانو سخت مشکلات ګالل، خو روح الله کريمي زياتوي، چې اوس دغه ستونزه د حل کېدو په حال کې ده. ،،زندانيانو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شوې. لومړی دا، چې دوي کلينيک نه درلود. دويم د محاکمې لپاره مرکزي محکمې ته انتقاليدل او هلته به محکمه کيدل،،.

دا مهال د خوست په زندان کې ۴۸۵ کسان د مختلفو سياسي، جنايي او حقوقي قضيو له امله بنديان دي. په دغو بنديانو کې څلور ښځې هم شاملې دي، چې د جنايي پېښو پر اساس نيول شوې دي.
XS
SM
MD
LG