د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي اتحاد د مرستو کمېدل به پر بې وسه افغان ماشومانو اغیز ولري


د امریکې د اسوشیټیډ خبري آژانس د کابل نه په خپل یوه ریپوټ کې لیکلي دي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اروپایي اتحاد بشري مرستی مخ په کمېدلو دي، زیات تاوان به یې هغو بې وسه ماشومانو ته ورسېږي چې په کابل کی دآشیانې په نامه په یوه تعلیمی مرکز کې زده کړې کوي او روزل کېږي.

دا مرکز په ١٩٩٥ میلادي کال کی جوړشوی و چې په هرات او مزار شریف کې هم څانګې لري او اروپایې اتحاد ورته دڅلورو کلونو پوري پیسی ورکولې.

اروپایې اتحاد وایې چې دناټو د ځواکونو د وتلو نه وروسته به دحکومت سره په کال کې ٣٣٠ میلونه ډالره مرسته جاري وساتي خو شخصي مرکزونو ته به مستقیما نورې پیسې نه ورکوي.
XS
SM
MD
LG