د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلنډ افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او ایرلنډ بله لوبه د سه شنبې په ورځ ده.
د افغانستان او ایرلنډ بله لوبه د سه شنبې په ورځ ده.

افغانستان له ایرلنډ سره د دوو لوبو لړۍ په ماتې پیل کړه.

د پچې له ګټلو ورسته افغانستان ایرلنډ ته د منډو کولو بلنه ورکړه. ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۳۸ منډو وسوځېدله. په افغان منډه جوړوونکو کې تر ټولو ډېر منډې د اصغر افغان وې. افغان ۲۹، محمد نبي ۲۷ او ګلبدین ۲۰ منډې وکړې. نور ټول لوبغاړي د دوو او ۱۶ ترمنځ منډو کې وسوځېدل.

په توپ اچوونکو کې بیا تر ټولو ډېر کسان دولت ځدراڼ او افتاب علم وسوځول. دوی درې-درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او ایرلنډ بله لوبه د سه شنبې په ورځ ده. دا لوبه د ایرلنډ په بېلفاسټ کې د یکشنبې په ورځ (مۍ۱۹) وشوه.

XS
SM
MD
LG