په اوزبیکستان کې د فوټسال په نړیوال جام کې افغان لوبډلې چهارشنبې سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) پاراګوای ته لوبه وبایلله او له جام څخه ووتله.
د اتو غوره ټیمونو په پړاو کې دا لوبه ۳-۱ د پاراګوای په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان لپاره ددې لوبې د لومړۍ نیمايي په پای کې حمید رضا حسیني وکړ چې د پاراګوای مارتینز په دوهمه نیمايي کې لوبه مساوي کړه.
ددې لوبې دوهمه نیمايي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده. پاراګوالی وکړای شوی په اضافي وخت کې دوه پرله پسې ګولونه ووهي او لوبه وګټي.
افغانستان په روان نړیوال جام کې په خپلې لومړۍ سیالۍ کې انګولا ته ماتې ورکړه او درې امتیازه یې ترلاسه کړل، خو د ارجنټاین او اوکراین په وړاندې یې ماتې وخوړه.
فورم \ دبحث خونه