د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکا: پوځي عملیات به په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي


آمریکا: پوځي عملیات به په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي
آمریکا: پوځي عملیات به په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي

نن دجمعې په ورځ په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د جنگ نهه کاله او ٥٠ ورځې پوره کېږي او امریکایي قواوې هم په افغانستان کې دومره وخت وجنگېدلې څومره چې وخت چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې جنگ کړی و. روسیې د افغانستان نه خپل عسکر په ١٩٨٩ مېلادي کال کې و ایستل.

متحده اېالات وايي چې لږ تر لږه د راتلونکو څلورو نورو کلونو پوری به په افغانستان کی پاتې وي او خپل اوسني پوځي عملېات به په افغانستان کې د ٢٠١۴ میلادي ترپای پورې ختم کړي.

ېو راپور چې په روانه هفته کې د امرېکا د دفاع وزارت د افغانستان د جنگ په اړه خپور کړ، په کې وېل شوي دي د کوم وخت نه چې پروسږکال امریکا خپل ٣٠٠٠٠ تازه دم عسکر افغانستان ته لېږلی دي، نو د جنگ په ساحه کی پرمختگ شوی دی.

د پنټاگون راپور وایي چې د افغانستان په ځېنو مهمو برخو کې د امنېت ټېنگېدلو په اړه پرمختگ کېږي خو طالبان داسې کلک دښمنان دي چې اوس هم ډېر زور او توان لري.

پېنټاگون اعتراف وکړ چې د افغانستان د حکومتي ادارو د پیاوړي کولو، ابادۍ او ودانۍ په ساحو کې دومره پرمختگ نه دی شوی څومره چې د امنیت په ساحه کې کېږي.

XS
SM
MD
LG