د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر شتون بیا غور


د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر د سې شنبې په ورځ د امریکا په کانگرس کې د بودیجې د تخصیص د کمیټې غړو ته د خپلې لومړۍ استماعیه غونډې په ترڅ کې وویل چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځونو د شتون په تړاو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکایي پوځونو د شتون پر مهال ویش باید بیا غور وشي.

ښاغلي کارتر د عراق د جگړې نه د زده کړو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې او دا چې د افغانستان څخه د امریکایی عسکرو د وتلو لپاره یې څه پلانونه په پام کی نیولي او څنگه لاسته راغلي پرمختگونه وساتل شي، خپل غبرگون داسې څرگند کړ «په عراق او افغانستان کې حالات له دوه و اړخونو سره توپیر لري. لومړی، جمهور رئیس غني غواړي چې مونږ یې په هیواد کې پاتې شو او امنیتي موافقه هم په افغانستان کې زمونږ د شتون ملاتړ کوی.»

هغه بیا په عراق کې دا حالت متفاوت وباله او زیاته یې کړه، «مونږ د عراق سره داسې موافقه چې د افغانستان سره یې لرو، نه درلوده. دوهم دا چې ښاغلی غني او ښاغلی عبدالله هماغسې چې تاسو وویل سره سلا شوي چې د گڼو فرقو له لارې یو ځای سره کار وکړي، هغه څه چې په عراق کې پېښ نه شول.»

هغه زیاته کړه چې د همدې دوه و مهمو دلیلونو پر بنسټ د ثابتو لاس ته راوړنو زمینه برابریدای شي.

پر ترهه گرو فشار د مارتین دمسي ټینگار
پر ترهه گرو فشار د مارتین دمسي ټینگار

په ورته وخت کې بیا د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس، جنرال مارتین دمسي، پر ترهگرو باندې د فشار اچولو پر اصل ټینگار درلود.

هغه وویل «د افغانستان څخه تر نایجیریا پورې یوه ترهه گریزه شبکه شتون لري چې باید ورباندی فشار واچول شي، البته افغانستان ددې مسلې حساس او مهم ټکی دی.»

دا څرگندونې په داسې حال کې شوي چې ټاکل شوې ده د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د دې میاشتې په پای کې د لومړي ځل لپاره په رسمي سفر امریکا ته راشي او په کانگرس کې به وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG