د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د محقق خبرې هغه ته قانوني سرخوږی جوړولې شي؟


د افغانستان د جزا قانون وايي مذهبي تفرقې ته لمن وهلي جرم دی
د افغانستان د جزا قانون وايي مذهبي تفرقې ته لمن وهلي جرم دی

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی وايي د محمد محقق خبرې یو ډول مذهبي او نژادې اختلافاتو ته لمن وهل دي.

نوموړي وایي چې د افغانستان د جزا قانونه ژبنیو او مذهبي اختلافاتو پاروونکو ته "د متوسط حبس" سزا ټاکلې ده.

د افغانستان د جزا قانون

د افغانستان د جزا قانون ۲۴۵ او ۲۵۶ مادې:

هغه شخص چې د نورو هېوادونو په کورنیو جګړو کې یا وسله والو شخړو کې

ګډون وکړي، په طویل حبس چې له اوو کلونو څخه زیات نه وي محکومیوي.

هغه شخص چې بل کس مذهبي، نژادي، قومي ژبنیز یا سیمه ایز تبعیض یا تفرقي ته راوبوليیا وهڅوي، په متسو حبس محکومیږي.

ښاغلي ستانکزي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د ښاغلي محقق له خبرو داسې "استنباطېدی شي چې هغه د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو خلاف" د بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله کړې او د مذهبي او نژادې تفرقې اور ته یې لمن وهلې ده.

د افغانستان د جزا قانون وايي متوسط حبس له یو کال څخه زیات تر پنځو کلونو پورې وي. د اجرايي ریاست دویم مرستیال محمد محقق تېره اونۍ په تهران کې په یوې غونډې کې هغه شیعه افغانان وستایل چې د ایران انقلابي ګارد جذب کړي، روزلې او بیا یې د بشار الاسد د رژیم په ننګه سوریې ته د جنګ لپاره استولي دي.

ښاغلي ستانکزي د امریکا غږ خبریال جعفر هاند ته وویل چې د قانون له مخې د "نورو مجرمینو د جرم توجیه کول په خپل جرم دی او عدلي تقیب" لري.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00

XS
SM
MD
LG