د لاس رسي وړ اتصالات

مریم یواځې د خپلې خور یو لاس او یوه پښه وموندله


د کانونو او پطرولیم وزارت د مامورینو پر موټر برید کې ددغه وزارت لسګونه ځوان کدرونه ووژل شول
د کانونو او پطرولیم وزارت د مامورینو پر موټر برید کې ددغه وزارت لسګونه ځوان کدرونه ووژل شول

زرګونه افغان ځوانان په داسې یو وخت کې له افغانستان څخه تښتي چې دغه هېواد کې امنیتي وضیت په خرابیدو دی، کاري فرصتونه خورا زیات په کمیدو دي او د تحصیلي موسسو درسې معیار کم رنګه دی.

دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته شوی چې په تیرو شپاړلسو کلونو کې نړیوالې ټولنې پرځان د بسیا کېدو په خاطر له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرسته وکړه.

افغانستان تر سوریې وروسته دویم هېواد دی چې ۲.۵ میلیونه وګړي یې مهاجر شوي دي.

د حسیني په نامه یوې افغانې کورنۍ په هېواد کې د خپل غم لړلي ژوند کېسه کوي.

نجیبه حسیني د معلوماتۍ ټکنالوژۍ په څانګه کې د لیسانس سند تر ګټلو وروسته، د افغانستان د کانونو او پطرولیم په وزارت کې کار کاوه او له هغه ځایه د ماسترۍ د اخیستلو لپاره جاپان ته ولېږل شوه.

نجیبه له ټوکیو څخه بیرته کابل ته ستنه شوه او تیره میاشت د کانونو او پطرولیم وزارت د مامورینو پر موټر ځانمرګي برید کې ووژل شوه.

د نجیبې کشره خور، مریم وایې چې د پېښې په ورځ یې د خپلې خور د جسد د موندلو لپاره پر ګڼو روغتونونو وګرځېدله او یواځې وتوانېده چې د نجیبې یو لاس او یوه پښه ومومي.

مریم وویل: "هره ورځ مو عزیزان شهیدان کیږي او د خپلو سترګو په مقابل کې مو عزیزان ټوتې ټوتې وینو."

خو له ستونزو سره سره افغانستان کې بیا هم خلک خپل راتلونکي ته هیله مند دي.

یوه افغانه انجلۍ چې چاودنې ته نږدې یوه سیمه کې وه او د نجیبې او د هغې د همکارانو مرګ یې په سترګو لیدلی وایې چې له خپل هېواد څخه نه وځي.

۱۷ کلنه، محل واک واېې چې افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي او غواړي د افغاني کالیو په نندارتونونو کې د ماډلې په توګه وځلیږي.

له بلې خوا د کابل پوهنتون محصلین تر زده کړو وروسته د کاري فرصتونو له نشتوالي څخه شکایت کوي.

یوه تن محصل ویلي چې "کله زه د کار لپاره درخواست لیږم زه د امنیت احساس نه کوم او ډیر کله داسې احساس کوم چې زه به ژوندی بیرته ونه ګرځم."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین، کمال سادات بیا پر ځوانانو غږ کړی چې: “ماته مه منئ، هیڅکله ستړی او مایوسه کیږئ مه..."

XS
SM
MD
LG