د لاس رسي وړ اتصالات

 په ننګرهار کې د معتادینو درملنه کې ستونزې


په ننګرهار کې د معتادینو ځانګړي ۱۵۰بستریز روغتون مشر ډاکټر سمین ستانکزی وایي چې د بې روزګاره او بې سرپرسته ناروغانو درملنه کې ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي په دې ۱۵۰بستریز روغتون کې د نورو ناروغانو بسترولو امکانات نه لري او اکثره هغو ناروغانو درملنه کې مشکلاتو سره مخ دي چې بې روزګاره دي.

دی وایي دلته اوس د بېلابېلو کسبونو روزنیز ځایونه نه لري چې د درملنې پرمهال دې یو معتاد کسب زده کړي او بیادې په آزاد بازار کې له هغه ګټه پورته کړي.

ډاکټر ستانکزی وایي چې د بې روزګاره روږدو لپاره د حرفو زده کړه یوه اړتیا ده او باید چې د درملنې پرمهال دوی یوه حرفه زده کړي.

د ده پروینا په تېرو شپږو میاشتو کې یې د حرفو درې غرفې په ۱۵۰بستریز روغتون کې تیارې کړې وې او پر نشه یي توکو روږدو کسانو ته یې حرفې زده کولې.

دی وایي چې د کار،ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست له لوري ۶۰ تنه پر نشه یي توکو روږدو کسانو ته یې د شپږو میاشتو په اوږدو کې د برق،نلدوانۍ او فلزکارۍ په برخه کې زده کړې ورکړې.

د ده پروینا د کار،ټولنیزوچارو،شهیدانو او معلولینو ریاست د بودجې خلاصېدو له امله د روږدو کسانو لپاره جوړې شوې درې غرفې هم بندې شوې او د اوس لپاره روږدو ته د حرفو زده کولو امکانات نه لري.

ننګرهار کې د معتادینو روغتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

​دی وایي چې په روغتون کې د روږدو درملنې پرمهال د حرفو زده کول ددې لامل کېږي چې له روغتونه وروسته روږدي کسان د دویم ځل لپاره بیا نشه یي توکو ته لاسرسی ونه لري.

ده وویل چې حرفه تر درملنې وروسته روږدي بوخت ساتي او نشې ته یې د ګرځېدو چانس نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG