د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار عالمان د نشه يي توکو په ضد تبلیغ ته هڅول شوي


د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست غواړي د دې ولایت د دیني عالمانو په تېره د جوماتونو خطیبانو په مرسته د مسجدونو د منبرونو له لارې په خپلو تبلیغونو او وعظونو کې د مخدره موادو مخنیوی وکړي.

د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني وایي چې ده د مساجدو ملاامامانو ته دنده سپارلې چې د مساجدو د منابرو له لارې دې خلکو ته د هر ډول مخدره موادو پر زیانونو وغږېږي.

هغه وایي دوی به د شریعت له اړخه د مخدره موادو پر زیانونو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دننګرهار حج او اوقافو رئیس وایي چې دوی د هغو خلکو پر وړاندې هم مبارزه کوي چې د مخدره موادو پیر او پلور کوي.

د ده پر وینا د حرامو له لارې پانګه پیداکول حرام دي .

دی له سوداګرو هم غواړي چې د مخدره موادو سوداګري دې نه کوي چې د دوی حلاله سوداګري هم حرامېږي.

د ننګرهار حج او اوقافو رئیس وایي چې دوی به د دیني عالمانو په مرسته هڅه وکړي چې افغانستان له مخدره موادو څخه یو پاک هیواد اعلان شي او نړیوالو ته په ډاګه کړي چې دوی مخدره موادو سره په مبارزه کې ژمن دي.

د ننګرهار عالمان د نشه يي توکو په ضد تبلیغ ته هڅول شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

مولوي حقاني وایي مخدره مواد د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو شرم ګرځېدلی او هڅه به وکړي چې له دې شرم څخه اسلامي نړۍ وژغورل شي.

د ده پر وینا که غواړي یو سوکاله او پرمختللی افغانستان ولري نو باید د مخدره موادو کرکېلې،قاچاق او کارولو مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG