د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې زرګونه جریبه ځمکه کې کوکنار آړول شوي


که څه هم تر اوسه په ننګرهار کې د کرل شویو کوکنارو اندازه نه ده څرګنده شوې خو اړوندې ادارې وایي چې سږکال یوځل بیا د ننګرهار په ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې سږ میلادي کال یې تر اوسه په بېلابېلو سیمو کې ۴۱۰۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار د امنیتي ځواکونو له لوري اړول شوي دي.

خوګیاڼی وایي چې سږکال یې د کوکنارو پرضد یو غیر رسمي کمپاین پیل کړی چې له مخې یې په اچین،کوټ،بټي کوټ،غني خېل،مهمندره،چپرهار او یوشمېر نورو ولسوالیو کې یې ۴۱۰۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي.

هغه وایي دا کوکنار اکثره په هغو ولسوالیو کې اړول شوي چې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې له لوري ځپل شوي دي.

د خوګیاڼي پر وینا دوی به په نږدې راتلونکي کې د کوکنارو پر ضد رسمي کمپاین پیلوي او له مخې به یې په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د کوکنارو کرل شوي فصلونه واړول شي.

دهغه پروینا تر اوسه اندازه نه ده لږېدلې چې سږکال په ننګرهار کې پرڅومره جریبه ځمکه کوکنار اړول شوي خو سروې ګانې یې پیل کړي څو اندازه یې معلومه کړي.

هغه وویل د کوکنارو د کرکېلې په تړاو یې تر ۵۰ ډېر کروندګر هم نیولي او څارنوالۍ ته یې ورپېژندلي دي.

په ننګرهار کې زرګونه جریبه ځمکه کې کوکنار آړول شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

XS
SM
MD
LG