د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وايي چې په ښوونځیو کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه پیلوي.
هغه وایي دوی به په نږدې راتلونکي کې د ښار او ولسوالیو په یوشمېر ښوونځیو کې د مخدره موادو زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي.
شینواری وایي چې دوی په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د مخدره موادو زیانونه بیانوي.
ده وویل چې ښوونکو ته یې ویلي چې زده کوونکو ته د کوکنارو کرکېلې،مخدره موادو کارول او قاچاق زیانونه بیان کړي او له هغوی دې په دې برخه کې مبارزین جوړ کړي.
شینواري وویل چې د عامه پوهاوي دا کمپاینونه به یې د ښار او ولسوالیو په ښوونځیو کې ترسره شي چې ګټورې پایلې به له ځانه سره ولري.
د ننګرهار پوهنې رئیس وایي دوی د ښځینه وو ښوونځیو کې هم د مخدره موادو پر وړاندې عامه پوهاوی کوي.
پوهنې رئیس وویل چې د مخدره موادو پرضد د پوهنې ریاست هڅې او مبارزې ډېرې ګټورې ترسره کېدای شي او خلک د مخدراتو پر زیانونو په ډېرې آسانۍ سره پوهولی شي.
دپوهنې رئیس زیاته کړه چې د مخدره موادو پرضد کمپاینونه به په رضاکارانه ډول ښوونځیو کې ترسره کړي او غواړي له دې لارې خپله سیمه د کوکنارو او نورو مخدره موادو له شتونه پاکې کړي.