د لاس رسي وړ اتصالات

تېره میاشت په ننګرهار کې ۳۷ قاچاقبر نیول شوي


د ننګرهار امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي وایي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې ۳۷ تنه د مخدره موادو کاروباریان نیولي دي.

جنرال رحیمي وایي چې دا قاچاقبر یې د تېرې میلادي میاشتې له نیمایي څخه د روانې میاشتې تر پینځمې پورې نیولې دي.

هغه وویل چې په نیول شويو کسانو کې د مخدره موادو پرچون پلورونکي او لوی قاچاقبر هم شامل دي.

جنرال رحیمي وویل دا کسان یې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړو عملیاتونو او د پولیسو تلاشۍ پرمهال نیولي دي.

د ننګرهار امنیې قومندان وویل چې له یادو کسانو سره یې ۳۳۷۳ کیلوګرامه مخدره مواد هم نیولي دي.

هغه وویل چې په دې مخدره موادو کې ډول ډول مواد شامل دي چې ډېره برخه یې هیروین دي.

نور تفصیل په ویډيو کې:

تېره میاشت په ننګرهار کې ۳۷ قاچاقبر نیول شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

XS
SM
MD
LG