د لاس رسي وړ اتصالات

دښېوې کانال له مخدره موادو څخه ځوانان خوندي کړي


د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جاپاني مؤسسې پي.ام.اس له خوا د دښتو خړوبولو لپاره د اوبو یو کانال جوړ شوی چې کروندګرو ته یې ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.

په ښېوه کې کروندګر او کارګر وایي چې په دې کانال کې سوونه کسان پر کار بوخت دي او له مخدره موادو څخه یې خوندي ساتلي دي.

د ښېوې اوسېدونکي وایي چې دوی ته د دې کانال په چارو کې مصروفیتونه پیداشوي، پر کار بوخت شوي او مخدره موادو ته په هیڅ ډول لاسرسی نه لري.

دوی وایي اکثره ځوانان د اوبو د دې کانال په کارونو کې بوخت پاتې شوي او له مخدره موادو کارولو او کوکنار کرلو څخه خوندي دي.

دښېوې کانال له مخدره موادو څخه ځوانان خوندي کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

دوی وایي د ښېوې کانال د دوی لپاره په سلطاني ډاګونو کې کرنیزې ځمکې آبادې کړي او په کې خپله حلاله کرکېله کوي.

د ښېوې کانال د یوې جاپانۍ مؤسسې له خوا په ښېوې ولسوالۍ کې جوړ شوی چې له کونړ سینده د ننګرهار ګمبیره دښته خړوبوي.

XS
SM
MD
LG