د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې ۲۲ روږدي روغتون ته ولېږدول شول


د ننګرهار د نوي والي په راتګ سره د جلال آباد ښار له واټونو پر مخدره موادو د روږدو کسانو راټولولو بهیر پیل شوی دی.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې دوی د همدې اونۍ په اوږدو کې د مخدره موادو ۲۲ هغه روږدي کسان نیولي او روغتون ته یې لېږدولي چې د لویې لارې پر سر اوسېدل .

هغه وایي دوی به د معتادینو په ځانګړي روغتون کې د نوو روږدو کسانو سمه درملنه وکړي او ښار ته یې د بیا راوتلو مخه نیسي.

خوګیاڼي وایي چې دوی په ورته وخت کې د مخدره موادو دوه هغه پلورونکي هم نیولي چې په ښار کې به یې پر معتادینو مخدره مواد پلورل.

په ننګرهار کې ۲۲ روږدي روغتون ته ولېږدول شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هغه وایي دوی د مخدره موادو نورو پلورونکو پر وړاندې هم هڅې پیل کړي چې وې نیسي.

د والي ویاند وایي چې د امنیتي ارګانونو په مرسته به ټول هغه معتادین چې د لویو لارو پر سر اوسي، ټول کړي او روغتون ته به یې ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG