د لاس رسي وړ اتصالات

مخدره موادو ته دځوانانو مخه ډېره شوې


په ننګرهار کې د ځوانانو چارو آمریت وایي چې په دې ولایت کې د مخدره موادو کارولو ته د ځوانانو مخه ډېره شوې.

د دې ادارې آمر مطیع الله احمدزی وایي په دې ولایت کې پر مخدره موادو د ځوانانو روږدېدل ورته د جدي اندېښنې وړ دی.

هغه که څه هم رسمي ارقام په لاس نه لري خو وایي چې مخدره موادو ته د ځوانانو لاسرسی او پرې روږدېدل ورځ تر بلې ډېرېږي.

احمدزی وایي چې له امنیتي ادارو سره یې خپله اندېښنه شریکه کړې او ترې یې غوښتي چې د مخدره موادو د تولید مرکزونه وتړي.

مخدره موادو ته دځوانانو مخه ډېره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

هغه وایي په جلال آباد ښار کې په ډاګه مخدره موادو پلورل کېږي او امنیتي ادارو ته یې ادرسونه څرګند دي.

دننګرهار ځوانانو چارو آمر په ورته وخت کې له رسنیو،ديني عالمانو او مخورو غواړي چې د مخدره موادو پروړاندې ورانه مبارزه کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG