د لاس رسي وړ اتصالات

دولت په ننګرهار کې دکوکنارو د کر په مخنیوي کې پاتې راغلی


په ننګرهار کې قومي مخور وایي چې دولت په امنو او نږدې ولسوالیو کې د کوکنارو پرضد داسې لاسته راوړنې نه لري چې د لرې پرتو ولسوالیو خلکو ته یې د بېلګې په توګه وړاندې کړي

ګل میران کوچی د ننګرهار ولایت یو تن مخور وایي چې دوی اوس په دې تکل دي چې په امنو ولسوالیو کې د دولت د برنامو بریالیتوب لپاره کار وکړي څو د هغو ولسوالیو لپاره بېلګه شي چې اوسمهال په کې کوکنار کرل کېږي.

دوی پر دولت په تېره د مخدره موادو سره د مبارزې پر وزارت نیوکې لري چې د کوکنارو کرکېلې مخنیوي لپاره یې د پام وړ کار نه دی کړی.

په ننګرهار کې د قومي مخورو ناسته
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

دوی وایي دولت د کوکنارو مخنیوي په برخه کې په امنو او هغو ولسوالیو کې چې کوکنار نه دي کرل شوي کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري.

دوی وایي د ناامنو او هغو ولسوالیو خلکو ته هیڅ نه لري چې کوکنار کري.

دوی وایي دولت باید د کوکنارو د کرکېلې مخنیوي لپاره امکانات ولري او له مخې یې په ناامنو ولسوالیو کې به قومي مخور د کوکنارو کرکېلې مخنیوي لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG