د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د مخدره موادو له منځه وړلو نوې پروژې


د مخدره موادو پرضد دمبارزې وزارت د پالیسې مرستیال جاوید احمد قایم چې په جلال آباد کې یې د مخدره موادو په تړاو جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وایي چې سږکال یې ننګرهار ته د دونیم میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې ډیزان کړي دي.

هغه وایي چې دوی هیله من دي چې سږ میلادي کال به په ننګرهار کې د مخدره موادو کر کېله ټیټه شي او کروندګر به پر نورو بدیلو لارو بوخت شي.

هغه دمخدره موادو له منځه وړلو کې د ځایي ادارو ونډه اړینه وبلله.

ضیاالرحمن حسرت یې په دې اړه لاندینی ویډیو رالیږلې.

په ننګرهار کې د مخدره موادو له منځه وړلو لپاره پروژې پیلېږي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

XS
SM
MD
LG