د لاس رسي وړ اتصالات

 معتادین په جلال آباد کې د پارکونو بوټي ماتوي


په جلال آباد کې د سراج العمارت او امیرشهید دوو تفریحي بڼوڼو بڼوال وایي چې د مخدره موادو روږدي د دې بڼوڼو بوټي او ګلان ماتوي او د بڼوڼو ښکلایې لوټلې ده.

بڼوال وایي چې معتادین اکثره د یخنۍ له امله د اور بلولو لپاره د اونو څانګې،تازه نیالګي او ښکلاییز بوټي او ګلان ماتوي او بیا پرې اور بلوي.

دوی وايي په دې دوو بڼوڼو کې د مخدره موادو روږدو شتون د بڼوڼو فضا خرابه کړې او ددوی له لاسه کرنیز پرمختګونه ستونزو سره مخ دي.

معتادین په جلال آباد کې د پارکونو بوټي ماتوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

​ د مخدره موادو روږدي هم مني چې بوټي،ګلان او د نارنجو څانګې ماتوي او بیا د ځان تودولو لپاره پرې اور بلوي.

دوی وايي چې ټول معتادین دا ډول کار نه کوي خو اکثره یې د باغونو اونو او ګلانو ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG