د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې کروندګر له دولته د کوکنارو نه کرلو پرځای آسانتیاوې غواړي


په ننګرهار کې قومي مخور او کروندګر وایي که چېرې دولت ورته د کوکنارو ښه بدیل وړاندې کړي نو دوی د کوکنارو له کرلو لاس اخلي.

کروندګر له دولته ګیله لري چې دوی ته یې د کوکنارو نه کرلو په بدیل کې آسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

دوی وایي دولت دې ورته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې دې په وخت ورکړ .

دغه کروندګر چې په جلال آباد ښار کې راټول شوي وو ویل یې چې دولت دې دوی ته په ولسوالیو کې د اوبو بندونه هم جوړ کړي .

د دوی پر وینا د سربندونو جوړول د دې لامل کېږي چې دوی د کوکنارو پر ځای سبزیجاتو ته مخه کړي او حلال فصلونه وکري.

د ننګرهار کروندګر وایي دولت دوی سره د اصلاح شوو تخونو او د نورو کرنیزو آسانتیاوو په برخه کې مرستې نه دي کړي نو ځکه یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي.

دوی وایي که دولت ورته د سبزیجاتو ښه او ګټور تخمونه ورکړي نو دوی کولی شي د کوکنارو ښه بدیل لاسته راوړي.

ّپه ننګرهار کې د کروندګرو غوښتنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د دوی پر وینا له بدې ورځې کوکنار کري او که د کوکنارو پر ځای د سبزیجاتو په کرلو کې خپله ګټه وګوري نو د کوکنارو له کرلو لاس اخلي.

دوی د سبزیجاتو کرل او کروندګرو ته د اوبو سربندونو جوړول له کوکنارو څخه د کروندګرو د مخنیوي اړینې او ګټورې لارې بولي.

ننګرهار مېشتي کروندګر وایي چې دوی دولت ته د سربندونو جوړول او د ښو او ګټورو اصلاح شوو تخونو د پر وخت وېشلو وړاندیز کوي.

XS
SM
MD
LG