د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د کابل له پُل سوخته څخه ۳۰۰ معتادین راټول کړل


د کابل ښار پولیسو د دوشنبې په ورځ ددغه ښار د پُل سوخته له سیمې څخه شاوخوا درې سوه معتادین راټول او د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې یې بستر کړل.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د معتادینو د راټولو د کمپاین په لړ کې دغه وزارت هره اونۍ سلګونه معتادین د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه راټولوي او درملنه یې کوي.

د دغه وزارت د مخدراتو د غوښتنې د کچې راټیټولو څانګې رئیس محمد ناصر شریفي امریکا غږ آشنا ته وویل، دا شمیر معتادین چې کورونه نه لري او یا کورنیو شړي دي، د امید په مرکز کې تر درې میاشتې درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته سپارل کیږي‪.

په افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه کسان له مخدره موادو څخه متاثره دي او ۱.۴ میلیونه یې په مستقیم ډول مخدره مواد کاروي، چې له دې شمیرې نږدې ۵۰ فیصده یې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري‪.

د دغه شمیر معتادینو د درملنې لپاره په افغانستان کې څه باندې سل دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې په یو کال کې د ۴۰ زروه معتادینو د درملنې ظرفیت لري.

پُل سوخته د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې د معتادینو د راټولیدو تر ټولو لوی مرکز دی. سره له دې چې نن پولیسو له دغې سیمې څخه سلګونه معتادین راټول کړل، خو د پولیسو له تللو وروسته ګڼ شمیر معتادین بیرته د پله لاندې دیره شول.

نور حال په دې ویډیو کې، چې د امریکا غږ خبریال ممتاز بهیر چمتو کړې ده، لیدلی شئ‪.

پولیسو د کابل له پُل سوخته څخه ۳۰۰ معتادین راټول کړل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

XS
SM
MD
LG