د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د کابل د پُل سوخته سیمه له معتادینو څخه پاکه کړه


د کابل ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ ددغه ښار د پُل سوخته په سیمه کې عملیات ترسره کړل او د پُل لاندې د معتادینو ځالې یې له منځه یوړې.

پُل سوخته د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې د معتادینو د راټولیدو تر ټولو لوی مرکز دی، چې په کې پر هیروئینو او نورو مخدره موادو سلګونه روږدي کسان میشت وو.

د کابل پولیسو د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د یکشنبې په ورځ شاوخوا درې سوه معتادین له پُل سوخته څخه راټول او په پاتې معتادینو یې اوبه وشیندلې او له سیمې څخه یې وشړل.

د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد داوود امین خبریالانو ته وویل، د یو منظم پلان له مخې به د کابل ښار په هغو سیمو کې چې معتادین په کې دیره دي او خلکو ته خوږی جوړوي، ورته عملیات ترسره کړي.

هغه وویل "د کابل ښار به د معتادینو له موجودیت څخه پاک کړو او هغه کسان چې د مخدره موادو کاروبار کوي، که په هره کچه کې وي، پولیس به یې د قانون منګولو ته وسپاري".

پولیسو د کابل د پُل سوخته سیمه له معتادینو څخه پاکه کړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

د چارواکو پر وینا، درې سوه راټول شوي معتادین به د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې بستري شي او د شاوخوا درې میاشتنۍ درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

له دې وړاندې هم څو ځل پولیسو د پُل سوخته سیمه له معتادینو څخه پاکه کړې، خو د یوې مودې له تیریدو وروسته بیرته په کې سلګونه معتادین ځای پر ځای شوي دي.

نور حال په دې ویډیو کې، چې د امریکا غږ خبریال ممتاز بهیر چمتو کړې ده، لیدلی شئ‪.

XS
SM
MD
LG