د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې کروندګر وایي چې که څه هم دولت یې پرځمکو د کوکنارو کرلو اجازه نه ورکوي خو دوی د خپل اقتصاد لپاره هم د کوکنارو پرځای د ګنیو او نورو نباتاتو کرلو ته مخه کړې.

ګني د ننګرهار په کامې او بهسودو ولسوالیو کې کرل کېږي.

دکامې کروندګر وایي چې دوی په خپله خوښه پرخپلو ځمکو ګني کري او له شاوخوا لسو کالو راهیسې یې د کوکنارو کرلو څخه لاس اخیستی.

دوی وایي ګني د دوی ژوند ښه کړی او کورنیو لپاره یې ښه اقتصادي سرچینه ده.

کاموال کروندګر که څه هم د کوکنارو کرکېلې سره په خپله خوښه مخه ښه کړې خو له دولته ګیله من دي چې دوی سره د کوکنارو د نه کرولو په بدیل کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

دوی وایي چې دولت دې باید د کروندګرو د هڅونې لپاره ورسره د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو مرسته وکړي.

په ننګرهار کې ګني د کوکنارو ښه بدیل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

د کامې کروندګر وایي په ولسوالۍ کې یې اوس پر هغو ځمکو ګني کرل کېږي چې له نن څخه لس کاله وړاندې به په ښه زور سره کوکنار کرل کېدل.

دوی وایي دولت دې د ګنیو د لا ډېر ترویج په موخه دوی سره مرستې وکړي.

د کامې ګني اوس په بازار کې د شربت او ګوړې جوړولو لپاره کرل کېږي.

د خرڅلاو بازار یې د ختیځ ښارونه دي.

په کامې او بهسودو کې دګنیو کر د سلګونه بې روزګاره کسانو لپاره د کار پیداکولو آسانتیاوې هم برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG