د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار ولایتي شورا د کوکنارو پر وړاندې مبارزه ناکامه ګڼي


د ننګرهار ولایتي شورا وایي چې په دې ولایت کې د کوکنارو پر ضد روانه مبارزه بریالۍ نه ده او بنسټیزه مبارزه یې نه ده ترسره شوې.

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وایي چې د کوکنارو له منځه وړلو په موخه پر وخت اقدام نه دی شوی او په لرې پرتو سیمو کې په سمه توګه کوکنار نه دي اړول شوي.

هغه وایي چې د ولسوالیو ودانیو ته نږدې سیمو کې هم کوکنار په سمه توګه نه دي له منځه وړل شوي او د دولت له ولکې وتې سیمو کې خو په بشپړه توګه له کوکنارو ګټه پورته شوې.

زمری وایي چې د کوکنارو له منځه وړلو پرځای باید د کرلو مخنیوی وشي او په بنسټیزه توګه دکوکنارو مخنیوی نه دی شوی.

د ننگرهار ولایتي شورا د کوکنارو پر وړاندې مبارزه ناکامه ګڼي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

د ده پر وینا د کوکنارو بدیل پروژې باید کروندګرو ته پر لار واچول شي او له دې لارې دې د کوکنارو کرلو مخنیوی وشي.

د ولایتي شورا منشي وایي چې د بهرنیو هیوادونو میلیونونه ډالر تر اوسه د کوکنارو په لمنځه وړلو کې پرځای نه دي لګېدلي.

XS
SM
MD
LG