د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي منشي: په افغانستان کی ایتلاف د پوره زغم نه کار اخیستی


د ناټو عمومي منشي: په افغانستان کی ایتلاف د پوره زغم نه کار اخیستی
د ناټو عمومي منشي: په افغانستان کی ایتلاف د پوره زغم نه کار اخیستی

د ناټو عمومي منشي، اندرس فوغ راسموسن، په افغانستان کې د ایتلاف قوه په دې وستایله چه د امریکا په پوځي اډې کې یی د قرآن شریفوفو د سوزولو نه وروسته د ناکراریو په مقابل کې ، دده خبره، د ډیرمهارت او ملایمت نه کار اخستی دی.

ښاغلي راسموسن پرون په واشنگتن کې د ناټود سیمنار په دوران کې وویل په افغانستان کې د تشدد او ناکراریود څپو با وجود ، چه څلور امریکایي عسکر په کې ووژل شول، د ایتلاف قواوې باید کار ته ادامه ورکړي چه په افغانستان کې امن ټینگ شي.

ښاغلی راسموسن وویل : مونږه به دغه افراطیان دې ته پری نږدو چه زمونږه اراده ضعیفه کړي.

مونږ به د خپلو افغانو ملگرو سره اوږه په اوږه کار ته ادامه ورکړو او مونږ به خپل اصلي او گډ هدف نه وا نه وړو. مونږ ددې دپاره په افغانستان کی یو چه افغانانو ته امنیت راوړو، چه زمونږ گټه او خیرهم ېه کې دی.

د ناټو ریس وویل، دی همدغه راز په افغانستان کې د ناټو د اعلی قوماندان امریکایي جنرال ، جان الن، د پریکړې پلوي کوي چه د شنبې په ورځ د دوه امریکایي مامورینود وژل کیدو نه وروسته یی ، ټول مشاورین د افغانستان د حکومتي وزارتونو نه وایستل، راسموسن وویل.

دا حملې له دې کبله نه دي شوي چه د ناټو او افغان امنیتی قواوو ترمنځ بشپړه همکاری نشته.

راسموسن وویل، زه باید دا خبره بیا تاسو در په زړه کړم چه د ایساف یو سلو دیرش زره عسکرد درې لکو نه زیاتو افغان امنیتې قواوو سره په گډه هره ورځ کار کوي او دا په عمومی ډول د همکارۍ او اعتماد نښه ده.

په تیره هفته کې د تشدد امیزه مظاهرو راهسیې، د امریکا سفارت تړلی دې. سفارت په افغانستان کې امریکایانو ته خطر خبرداری ورکړیدی.

ملگرو ملتونو هم همدغه راز وویل چه خپل مامورین به چه تیره هفته په قندوز کی د قهرجنو مظاهره چیانو تر حملې لاندې راغلل، بیرته په کار وگوماري، او نور اقدامات به وشي چه دغه دفتر بی له خطره خپل کار ته ادامه ورکړی شي.

جمهورریس براک اوباما او د امریکا پوځي مامورینو د قرآن شریفونود سوزولو له کبله بخښنې وغوښتې . مطبوعاتي رپوټونو ویلي دي چه امریکایي عسکرو چه ولیدل چه د بگرام په هوایي اډه کې بندیان په قرآن شریفونو کی افراطیانو ته پیغامونه لیکي، نو د قرآن شریفونو د سوزولو هڅه یی وکړه.

XS
SM
MD
LG