په افغانستان کې لوړرتبه امریکایي قوماندان وايي په لویدیځو عسکرو باندې د افغان پولیسو او عسکرو حملو سخت خفه کړی دی.
په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال جان الن د سي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې چې ټاکل شویده نن شپه خپره شي، ویلي دي. چې ،، مونږ تیار یو چې ددی مبارزې د پاره ډیري قربانۍ ورکړو ، خو دې ته حاضر نه یوو چې ووژل شو.
جان الن وویل، لکه څنگه چې په عراق کې تعبیه شوي بمونه د عراق په جنگ کې غټه ستونزه وه، همدغه شان په افغانستان کې دغو حملو چې افغان عسکر او پولیس یې په امریکایي عسکرو کوي، غټه ستونزه جوړه کړیده .
په همدغه ډول یوې تازه حملې کې ، یو امریکایي عسکر او یو خارجي قراردادي د تیرې یکشنبې په ورځ د افغانستان د وردگو په ولایت کې ووژل شو. لږ تر لږه دوه افغان عسکر هم ووژل شول.
د طالبانو یو مشر سي بی ایس تلویزیون ته وویل چې پر امریکایی عسکرو باندي د خپلو افغانانو همکارانو له خوا بریدونه د جگړه مارو گروپونو نوې ستراتیژی یوه برخه ده. نوموړي وویل طآلبانو په افغان پولیسو او پوځ کې خپل کسان ننیستلي دي.
سږکال تر اوسه پوری په دغسې حملو کی د بین المللی قوې د پنځوسو نه زیات عسکر وژل شویدی.
همدغه راز د افغان امنیتي قواوو نه هم همدومره کسان په دغو حملو کی وژل شویدی.