په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو دوه سرتېري ووژل شول. ویل کیږي، چې د افغان پوځ په جامو کې وسله والو پر دغو سرتېرو برید کړی دی.
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې دا پېښه د شنبې په سهار د دغه هېواد په جنوب کې شوې ده چې نړیوالو ځواکونو بریدکوونکي هم ځای پر ځای وژلي دي.
د نړیوالو ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویل شوي " افغان او د قاطع ملاتړ ماموریت د پېښې پلټنه کوي او همدا چې جزییات ترلاسه شي، نور معلومات به خپاره کړي."
په اعلامیې کې د وژل شویو نړیوالو ځواکونو هېواد ښودل شوی نه دی او نه هم دپېښې دقیق ځای په ګوته شوی دی.
خو، د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي دي، چې له دې هر څه سره سره به بیا هم د افغان ځواکونو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول روان ساتي. اعلامیه وايي دا پېښه د ټولو افغان ځواکونو استازیتوب نشي کولی.
دا په دې وروستیو څو میاشتو کې د خپل ډول تازه پېښه بلل کیږي. تراوسه د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه ویلي نه دي.