د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ناټو ماموریت وغځید


تر غونډې وړاندې افغان پلاوی په خپلو لیدنو کتنو کې د ناټو له مرستو مننه کړې ده
تر غونډې وړاندې افغان پلاوی په خپلو لیدنو کتنو کې د ناټو له مرستو مننه کړې ده

د وارسا غونډې په دویمه ورځ ناټو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت موده له ۲۰۱۶ کال څخه ورآخوا غځوي.

د ناټو سرمنشي، ینز سټولټنبرګ وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو سربیره، د ناټو غړي هېوادونه سلا شوي چې افغانستان ته په کال کې یو میلیارد ډالر ورکړي.

د افغانستان په اړه تر ناستې سملاسي وروسته ښاغلي سټولتنبرګ خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "موږ ژمن یو چې هلته [افغانستان] کې پاتې شو. همدا علت و چې موږ پریکړه وکړه تر ۲۰۱۶ ورآخوا پاتې شو. موږ باید بل کال ته د حالاتو ارزونه وکړو او پریکړه وکړو چې له خپل پوځي ماموریت سره څه کوو."

تر غونډې وړاندې افغان پلاوی چې مشري، جمهور رئیس محمد اشرف غني کوي، د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس، د ناټو له عمومي منشي او نورو اروپایي مشرانو سره په لیدنو کتنو کې د هغو له ژمنو او مرستو څخه قدردانې کړې ده.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې افغانستان به يواځې نه وي او ناټو باثباته افغانستان ته د رسیدو په لار کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

هغه وویل: " موږ وختي پریکړه کړې ده چې د تمویل بهیر ته تر ۲۰۲۰ کاله پورې ادامه ورکړو. اوس مهال د افغان پوځ او د پولیسو لګښت پنځه میلیارده ډالر دي او پدې ناستې کې د ائتلاف غړو هېوادونو د مرستو د ورکړې ژمنه وکړه.

افغانستان دا مهال د خپلو څه باندې ۳۵۰ زرو امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره نژدې په بشپړه توګه د نړیوالو مرستو ته اړ دی.

د ناټو پوځیانو سربیره اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایي عسکر د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې بوخت دي. د امریکا د جمهوررئیس د نوې طرحې پر بنسټ امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځیان پریږدي. مخکنی پلان دا و چې دغه شمېر د روان میلادي کال تر پایه ۵۵۰۰ پوځيانو ته راکم شي.

دې سره یوځای ناټو نژدې ۱۳۰۰۰ پوځیان په افغانستان کې لري، چې تر ډېره د افغان پوځ په روزنه او هغو ته د سلا مشورو په ورکولو بوخت دي.

هاخوا د ناټو سرمنشي، ینز سټولټنبرګ په بیلابیلو برخو کې د افغانستان پرمختګونه ستایلي او ټینګار یې کړی چې د بشر حقونو، فساد سره مبارزې او انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې دې پرمختګونه دوام ومومي.

سټولتنبرګ په افغانستان کې شخړو ته په اشارې وویل: "افغانستان اوس هم له جدی بې ثباتۍ او تاوتریخوالي سره مخامخ دی نو ځکه مو دوامداره سیاسي، پوځي او مالي ښکیلتا ډیره مهمه ده."

XS
SM
MD
LG