د لاس رسي وړ اتصالات

همنډ: ناټو په پام کې لري چې د داخلي بریدونو په هکله غونډه راوبلي


بریتانیې او ډینمارک یو مجلس رابللی دی چې پر دې غور وکړي چې دناټو غړي هېوادونه څنگه کولی شی چې دناټو پرضد د افغان عسکرو له خوا د داخلي بریدونو مخه ونیسي.

دبرتانیې د دفاع وزیر فیلیپ همنډ نن د پنجشبنې په ورځ وویل چې په دغه رازبریدونو کې سږکال دنړیوالو قواوو 51 عسکر وژل شوي دي. په دې ستونزه باندې به د ناټو په هغه مجلس کې بحث وشي چې د اکټوبر دمیاشتی په 9 مه او 10مه باندې دایریږي.

ښاغلي همنډ د دې خبري وړاندیز هم کړی دی چې په دې مسلې باندې دي د افغان او ناټو د ماهرانو له خوا یو پراخ کنفرانس جوړشي چې هغوي نورې گټورې لارې چارې د دغی ستونزې دمخنیوی لپاره وړاندي کړي.

ددغه کنفرانس لپاره وخت ندی ټاکل شوی خو د ډینمارک د دفاع وزېر وویل چې دده هیواد به دیته لېوال وي چې ددغه راز کنفرانس کوربه توب وکړي.

دناټو دنویو مقرراتو له مخې نه به د دې نه وروسته دافغان او ایتلاف دقواوو کوچنی ېونټونه په گډه دمعمول په څیر عملېات نه کوي او که چیري یې کوي هم نو ددې لپاره به دسیمه ایز قوماندان منظوري پکار وي.
XS
SM
MD
LG