د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د ټولو افغانانو نه بخښنه غوښتې


ولسمشر اوباما د ټولو افغانانو نه بخښنه غوښتې
ولسمشر اوباما د ټولو افغانانو نه بخښنه غوښتې

نن د امریکا ضد مظاهرو څلورمه ورځ ده چې په پلازمینې کابل او ټول هېواد کې د ناټو په ېوه دفتر کې د قرآن کریم د سوزولو له امله راپارېدلي دي.

په کابل کې د خلکو ېوې ډلې مرگ پر امریکا نارې وهلې. چارواکي وايي پولیسو هوايي ډزې وکړلې چې دخلکو گڼه گوڼه خوره کړي، په دې ترڅ کې ېې لږتر لږه ېوسړی زخمي کړ.

په افغانستان کې دامریکا جگپوړه قوماندان جنرال جان الین، د جمعې په ورځ ېوه اعلامیه خپره کړله او پرټولو خلکو ېې غږ کړېدی چې په بگرام کې دي د قران کریم د سوزولو ، د تحقیقاتو په دوران کې له صبر او زغم نه کار واخلي.

په دغه وینا کې ویل شويدی چې ددې پېښې له عیني شاهدانو سره مرکی شوېدي. د تحقېقاتو په گډ پلاوي کې دناټو غړي او دافغان حکومت غړي شامل دي.

له کوم وخت راهېسي چې مظاهرې د سه شنبی په ورځ پیل شوېدي تراوسه پوري لږ تر لږه 13 کسان دامنیتی قواوو اومظاهره چیانو ترمنځ وژل شویدي.

په یوه گډه اعلامیه کې هغه افغان پلاوی چې د دې پېښې د څیړنې لپاره ګمارل شويدي له افغانانو نه غوښتنه کړېده چې له زغم نه کار واخلي او له مظاهرونه ځان وساتي چې ښايی هغه دښمن ته شرایط برابر کړي چې له دغه راز حالاتونه گټه واخلي.

په عین حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې ده ته د امریکا د ولسمشر براک اوباما له خوا نه ېولیک وراستول شوېدی او په هغه کې په رسمي ډول، ددې پېښې په اړه معذرت غوښتل شویدی. په دغه لیک کې ولسمشر اوباما په دې پیښه ژوره خواشیني څرگنده کړېده.

په دغه رسمي لیک کې چې په افغانستان کې د امریکا د سفیر راین کراکر لخوا، د افغانستان جمهوررئیس ته وړاندې شو، بارک اوباما لیکلي دي چې دغه پیښه په غیر عمدي ډول رامنځته شوې ده. بارک اوباما همدا راز د دغې پیښې د څیړنې په اړه د هېواد جمهوررئیس ته ډاډ ورکړی دی.

په دغه لیک کې راغلي دي: " زه د دغې پیښې د رامنځته کیدو له امله د خپل ژور تاسف مراتب څرګندوم او له تاسو او د افغانستان له خلکو څخه بخښنه غواړم."

دامریکا سفارت له خپلو اتباعونه غوښتي دی چې له غیرضروری تلوراتلو څخه ډډه وکړي.

دچارشنبې په ورځ ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په داسي حال کې چې د امنیتي قواوو او مظاهره چیانو ترمنځ په شخړو او جگړو کي ېوشمېر خلک وژل شوي اوزخمی شوی دي، د آرامۍ غوښتنه کړې ده. هغه وویل چې خلک دمظاهرو حق لري خوپکارده چې له مرگ ژوبلی او تشددنه کار وانخلي.

همدارنگه دامریکا ددفاع وزارت مرستېال آشټن کارټر د چارشنبی په ورځ په کابل کې له افغان مشر انو او جمهوررئېس کرزی سره ملاقات وکړ چې ددغی پېښی په برخه کې معذرت وغواړي.

بلي خوا ته د جمهوری ریست لپاره دامریکا د جمهوری گوندی کاندېد نېوټ گېنگرېچ د قران کریم د سوزولو له امله د جمهوررئېس براک اوباما له خوانه افغان جمهوررئېس حامدکرزي ته معذرت کولو باندي سخت اعتراض کړی دی.

XS
SM
MD
LG