د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی:د امریکا د برید په وخت به افغانستان د پاکستان ملاتړ وکړي


کرزی:د امریکا د برید په وخت به افغانستان د پاکستان ملاتړ وکړي
کرزی:د امریکا د برید په وخت به افغانستان د پاکستان ملاتړ وکړي

د افغانستان جمهورریس وایي، که چیري امرېکا یا هند په پاکستان باندې برید وکړي ، نو دده هیواد به د پاکستان ملاتړ وکړي.

جمهورریس حامد کرزي پرون وویل، چې که چیري امریکا ، هند او یا بل هرهیواد په پاکستان باندې برید وکړي، نوافغانستان به د پاکستان په څنگ کې ودریږي. د افغانستان جمهورریس دغه تبصرې پرون د پاکستان د شخصي تلویزیون، جیو سره په مرکه کې وکړې.

تحلیگران وایي، د ښاغلي کرزي دا تبصرې ، احتمال لري د پالیسۍ کوم جدي بیان نه وي، بلکې پاکستان ته د روغ نیتۍ څرگندول وي ځکه که په افغانستان کې د کلکونو بحران او کورنۍ جگړې نه وروسته ، د امن اوکرارۍ فرصت برابریږي ، نودا یقیني ده چه هلته، د پاکستان همکاري ضروري ده .

د جمهورریس کرزي دا خبرې ، د واشنگتن سره ، په داسې حال کې چې د امریکا خارجه وزیرې تیره اونۍ افغانستان ته سفروکړ، د هغه په ملگرتوب کی ، بیخی څرگند تناقض ښيي

هیلري کلنتن ، په پاکستان باندې غږ وکړچې د یاغیانو پرضد دي مبارزه ډیر کړي ، ځکه چې یاغیان د پاکستان د خاورې نه پر افغانستان باندي حملې کوي.

د یادونې وړ ده چې هند او افغانستان ددې میاشتې په سر کې د ستراتیژیک تړون موافقه لاسلیک کړه چې تجارتي، امنیتي او کلتوري اړیکي یې پیاوړې شی.

XS
SM
MD
LG