افغانستان پاکستان ته یو پلاوی لېږي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر او د سولې د شورا د مشر برهان الدین رباني د وژلو په هکله څیړنې وکړي.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان دا منلې چې دغه پلاوی به مني او پلاوی به سباح د سې شبنې په ورځ دغه هیواد ته سفر وکړي.
یو ځانمرګه چې ځان یې د طالبانو له خوا استاځی معرفي کړی و ښاغلی رباني یې د هغه په کور کې د سپتمبر په ۲۰ مه نېټه وواژه. پخواني ولسمشر د طالبانو سره د سولې دخبرو مشري کوله.
افغان چارواکي وايي چې دغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او د یوه پاکستاني کسه له خوا نه ترسره شوه. د افغانستان د استخباراتو اداره وايي چې پاکستان ته یې په دې هکله شواهد وړاندي کړي دي. افغان چارواکي وايي چې پاکستان د دې څیړنې په برخه کې همکاري نه کوي.
خو پاکستان د پخواني ولسمشر د وژلو په دسیسه کې هر ډول دخالت ردوي.