د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغانستان ته د ۲۶۳ منډو هدف ورکړ


د افغانستان او پاکستان تر منځ په لومړنۍ تمریناتي لوبه کې افغان توپ اچوونکي د پاکستان ټول لوبغاړي وسوځول او د ګټلو لپاره هدف ۲۶۳ شو.

که څه هم چې مبصرینو ویل میدان د زیاتو منډو کولو لپاره مناسب و خو افغان توپ اچوونکي پاکستاني لوبغاړي پرېنښودل چې زیاتې منډې وکړي او ټول لوبغاړي یې د لوبې په اته څلویښتم اور کې وسوځیدل. پاکستان د افغانستان لپاره هدف ۲۶۳ ورکړ.

د افغانستان لپاره په توپ اچونې کې تر ټولو غوره لوبه محمد نبي وکړله. هغه په لسو اورونو کې ۴۶ منډې ورکړلې او درې لوبغاړي یې وسوځول. راشد خان او دولت ځدران دوه دوه او آفتاب عالم او حمید حسن یو یو لوبغاړي وسوځول.

دا د نړیوال جام په تمریناتي پړاو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه ده. افغانستان خپله بله تمریناتي لوبه د انګلستان سره د دوشنبې په ورځ (مې ۳۰) په لندن کې کوي.

XS
SM
MD
LG