د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په افغانستان او پاکستان کې تلفات اړولي


په افغانستان او پاکستان کې د سختو او شدیدو بارانونو له وجې تر ١٦٠ زیات خلک وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې ګڼ شمیر خلک په کلیوالو سیمو کې په داسې حال کې ګیر پاتې دي چې هیڅ سرپناه نلري.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې دا سیلابونه په روان میلادي کال کې په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي پیښو تر ټولو ناوړه ناورین دی.

افغان او پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ د نورو ورښتونو وړاندوینه هم کړیده.

سیلابونو د افغانستان په غرنیوو سیمو کې ډیره وراني کړې ده، لږ تر لږه ٦١ تنه یې وژلي او د پنځو سوو په شاخواو کې د خټو کورنه یې د کابل ولایت د سروبي په ولسوالۍ کې ړنګ کړي دي.

په عین حال کې د نورستان د ولایت ویاند محمد یوسفي ویلي دي چې ددې ولایت په دریو ولسوالیو کې د سیلابونو له وجې لږ تر لږه ٦٠ کورونه تباه شوي دي خو چا ته یې د سر زیان ندی رسولی.

ښاغلي یوسفي ویلي دي هغوي پدې ندي توانیدلي چې یو شمیر ځپلو سیمو ته مرستندویه مواد ورسوي ځکه چې د دغو لیرې پرتو سیمو سړکونه د طالبانو په لاس کښې دي.

یوسفي وایي ،،مونږ د مرکزي حکومت نه د مرستو غوښتنه کړې ده ځکه چې خلک بیخي زیاتو مرستو ته اړتیا لري خو د طالبانو د نفوذ په خاطر مونږ نشو کولی چې هغوي ته مرستې ورسوو،،

بل پلو محلي چارواکي وايي چې د ننګرهار او خوست په ولایتونو کښې هم سیلابونو لږ تر لږه ٢۴ کسان وژلي دي. دوي وایي چې د پنځوسو نه زیات کورنونه او دکانونه په اوبو کې لاهو شوي دي او په زرګونه جریبه زراعتي ځکمه تر اوبو لاندې شوې ده.

همدارنګه په پاکستان کې ځایي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې هلته هم سیلابونو لږ تر لږه ٨٠ تنه وژلي دي .

د سند ایالت د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن وایي د خلکو کورونه غورځېدلي، خلک په اوبو کې ډوب شوي دي او هم په ځینو ځایونو کې خلک بریښنا نیولي چې زیات شمیر کسان هم د همدغو دلایلو په خاطر مړه شوي دي.
XS
SM
MD
LG