د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: په سیمه کې بهرنۍ لاس وهنه د ټولو جنجالونه منبع ده


احمدي نژاد: په سیمه کې بهرنۍ لاس وهنه د ټولو جنجالونه منبع ده
احمدي نژاد: په سیمه کې بهرنۍ لاس وهنه د ټولو جنجالونه منبع ده

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وایې چې په سیمه کې خارجي لاس وهنه د ټولو جنجالونو سرچینه ده.خو د ایران ولسمشر دا ونه ویل چې مقصد یې کوم قدرتونه دي.ښاغلي احمدي نژاد نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو سره د غونډې په وخت وینا کوله. ددغې غونډې هدف دا دی چې په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره ېوه لاره ولټول شي.

د افغانستان سره دایران د ډېرې اوږدې پولې او د پاکستان او طالبانو ترمنځ زړو اړیکو په اسلام اباد کې د روانې عالي غونډې اهمېت زېات کړی دی.په دې غونډه کې به په سیمه کې د ثبات راوستلو لپاره هم په ېو لړ گډو اقداماتو باندې غور کېږي.

وېل کېږي چې د افغانستان د طالبانو او نورو مربوطو ډلو مشران د پاکستان په قبایلي سېمو کې اوسېږي.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي یوه ویاند د دې غونډې ستاینه وکړه او وېې وېل چې دترهګرۍ، مخدره موادو او نورو گڼو خطرونو سره د مبارزې لپاره دا غونډه ېوه مهمه وسیله ده.

په عین وخت کې د امریکې د Wall Street Journal ورځپانې پرون د ولسمشر حامد کرزي له قوله لیکلي چې د افغانستان حکومت د طالبانو سره درې اړخېزې پټې خبرې کړي.

خو طالبانو پرون په یوه مطبوعاتي بیانیه کې اعلان وکړ چې هیڅکله ېې هم د ښاغلي کرزی د حکومت سره خبرې نه دي کړي. طالبان واېې چې د ولسمشر کرزي حکومت د خارجیانو ېو گوډاگی دی.

XS
SM
MD
LG