د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د پاکستان سره ستراتېژیک تړون زمونږ د شرایطو د منلو وروسته لاس لیکېږي


د پاکستان سره د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو تړون د لاسلیک لپاره تیاری پیلیږي .
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر به په دې موخه ډیر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په وینا له پاکستان سره د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو تړون د پاکستانیانو ستره هیله ده . خو افغان دولت دا هم وایي چې افغانستان به هغه مهال دغه سند لاسلیک کوي چی خپل شرطونه او هیلې یې پوره شي.

ولسمشر دغه شرطونه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو تامینیدل ، له پاکستان دغه هیواد ته د تروریزم نه رالیږل ، سرحد پورې غاړې د ترهګرو د ځالو بندیدل او ځیني نور دا سې شرایط دي چې د هغه پر نبیاد به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې سوله ییزې کیږي.

داسي انګیرل کیدل چې افغانستان به د خپلو دغو شرطونو د عملي کولو لپاره دیر کلونه په انتظار تیر کړي خو نن د هیواد د بهرنیو چارو وزارت وویل چی ډیر ژر به د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د دغه تړون د لاسلیک کولو لپاره د خبرو اترو په هدف پاکستان ته ورځي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند داکتر فرامرز تمنا داسي وایي،، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر پاکستان ته سفر وکړي څو د دغه سند د لاسلیک لپاره مقدماتي چارې او خبرې اترې تر سره کړي او د دواړو هیوادونو تر منځ به کاری کمیته جوړیږي چی په دغه اړوند دوه اړخیزه همکاري وڅیړی او بیا به د سند پر مسوده د خبرو لپآره پلاوی ټآکل کیږی.،،

له بلي خوا د افغانستان او امریکې تر منځ د ګډ کمیسیون لومړنۍ غونډه هم جوړه شوه . په دغه غونډه کې پر هغو موضوعاتو خبرې اترې شوي چې د افغانستان او امریکې په ستراتیژیک تړون کې نغښتی دي .

همدا رنګه د دغو دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي همکاریو په تړون باندی هم خبري شوي دي
د بهرنیو چارو وزارت وایي د دواړو هیوادونو تر منځ په پوځي او امنیتي برخو کې ، په افغانستان کې د امریکایي اډو د شتون او د افغان پوځي ځواکونو پر روزنه او سمبالولو باندې هم خبري کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي په نږدې راتلونکې کې به په امریکې کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمی په دغو خبرو کې د افغاني پلاوي مشري وکړي. خو هغه څه چې افغانان یې د مرستو او همکاریو د تړونونو نه د امریکا سر غړونه بولي هغه پر افغانستان د پاکستاني توغندیو بریدونه او په دی اړه د امریکی چوپه خوله پاته کیدل دي حال دا چی امریکې له افغانستان سره په ستراتیژیک تړون کی ژمنه کړې ده چی د بهرني یرغل په وړاندی به د دغه هیواد دفاع او ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي دا مهال افغانستان کولای شي د ډیپلوماتیکو اړیکو له لاری له پاکستان سره دا ستونزه حل کړی او که داسي نه وی نو هله به د امریکې نه مرسته غواړي .

پّه دې اړه د امریکې هر ډول پوځي عمل به د افغانستان او امریکې تر منځ د امنیتي همکاریو په اډانه کې ځای په ځای کیږی .خو موږ غواړو چی امریکه دې د دغو ګواښونو د سر چینو په اړوند په څیړنو کی له موږ سره مرسته وکړي .


خو د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي همکاریو دا تړون به تر راتلونکو لسو میاشتو پوری بشپړ شي.

له بلي خوا د بهرنیو چارو وزات په ایران کې د هغو افغان بندیانو په اړوند چې په عمر قید یا اعدام محکوم شوی دی وایي دوي د دغو افغانانو وضعیت ته د رسیده ګۍ لپآره درې رسمي سندونه لاسلیک کړي دي خو تر دا مهاله د هغو افغانانو د اعدام په اړوند چې حبس ورباندی ختلی هیڅ رسمي سند نشته دی . ،، موږ هیله من یو چې دهغو افغانانو حالت ته چې د ایران په جیلونو کې بندیان دي د دغو سندونو په چوکات کې رسیده ګی وشي او همدا رنګه افغاني تبعې د خپل هیواد قنسولي ملاتړ ته د لاس رسی حق ولري او مدافع وکیل ولری موږ له ایران نه هم غواړو چی افغانانو ته خپل حقوق ورکړی او د اعدامونو د حکمونو په اړه دی د افغان دولت سره او د افغان حکومت د قانونی پلاوی په شتون کی خبرې شریکې شي.،،

دا مهال په زرګونه افغانان د ایران په زندانونو کی بندیان دي چی ډیری یې د مخدره توکو د قاچاق په تور د اعدام سره مخامخ دي.

بهارت صابر - کابل
XS
SM
MD
LG