د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي امنیت ریاست د رباني د وژل کیدو په اړه اسناد پاکستان ته سپارلی


Снігопокаліпсис у Києві. Березень
Снігопокаліпсис у Києві. Березень

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د استاد رباني د وژنې په هکله تر لاسه شوي شواهد پاکستان ته سپارلی دي.

دغه اداره وایی له پاکستان نه یی په کلکه غوښتنه کړی چی باید په دی اړه څیړنی وکړي

افغان ولسمشر هم وایي که پاکستان پدې اړه څیړنه ونه کړي نو دا هیواد به دملګرو ملتونو نه د څیړنو غوښتونکی شي.

د افغانستان د ملی امنیت اداری ویاند لطف الله مشعل وایی د سولی د شورا د مشر استاد ربانی د وژنی په اړه یی کره اسناد تر لاسه کړی دی.

ښاغلی مشعل وایی دا انکار نه منونکی اسناد او شواهد یی پآکستان ته سپآرلي او له هغه هیواده یی غوښتیي چی په دی اړه ژوری او دقیقی لازمی څیړنی وکړی .

"موږ داسی اسناد او شواهد تر لاسه کړی چی د ښاغلی ربانی وژنه په مستقیمه توګه د کویټی شورا پوری تړي، دا ټول اسناد مو د پاکستان سفارت ته سپآرلی دي او هیله من یو چی د پآکستان دولت او حکومت دی په دی اړه څیړنی وکړی."

ښاغلی مشعل وایی دا اسناد څرګندوي چی د ښاغلي رباني د وژنی په اړه د کویتی په سته لایت ټاون نومي سیمه کی تصمیم نیول شوی دی،

د ا اداره ادعا کوی چی په دی اړه بشپړ عکسونو ، د کور ادرس او د سیمی نور مشخصات چی دیر واضح او روښانه دی په لاس کی لری او هغه یی د څیړنو لپاره پاکستان ته سپآرلی دي.

سته لایت ټآون د کویتی یوه اعیان نشینه سیمه ده چی د پاکستان د ایبت اباد ښار په څیر دغی سیمی ته تول تګ را تګونه د پاکستان د امنیتی ادارو تر سخت کنترول لاندی دی .

مشعل وایی د ښاغلی ربانی د ترور لومړنی طراح او سازمان ورکونکی یی نیولی دی چی د طالبانو د کویتی د شورا دوهمی درجی غړو کی شمیرل کیږی¸ خو وایی تر راتلونکو دوو ورځو پوری به په دی اړه د دغی کس بشپړ اعترافات له رسنیو سره شریکوی.

په افغانستان کی د طالبانو په لاس پرله پسی سیاسی قتلونو په خلکو کی دا ګمان قوی کړی چی طالبانو او دولت دښمنه وسله والو مخالفینو تر لوړی کچی دولتی ادارو کی لار موندلی او په اسانه خپل ترهګریز پلانونه پلی کوی.

د ملی امنیت اداره وایی دوی د دولت په غوښتنی هر هغه استازی چی د طالبانو له لوری راته، څارلی او په اړه یی بشپر معلومات تر لاسه کړی ، خو دا وار ددی ترهګر په اړه دوی ته هډو خبر هم نه وو، ورکړ شوی .

د شنونکو په وینا دا په خپله دا ګمان قوی کوی چی د سولی پّه عالی شورا کی داسی کسان شته چی د ترهګرو سره نږدی اړیکی لری .

خو د ملی امنیت اداره سره له دی چی تر لږی کچی په دولت کی د مخالفینو لار موندنه تاییدوی خو دا خبره په کلکه ردوی چی ګنی په افغان دولت کی دی داسی کسان وی چی د استاد ربانی په وژنه کی دی د ترهګر سره مرسته کړی وی .

سره له دی چی د ښاغلی ربانی د وژنی په اړه ګنګوسی،او د سولی عالی شورا په شان یو مهم دولتی ارګان ته د دښمن لار موندنه او په اسانه د ترهګریز برید پلی کول د افغانانو لپآره یوه پیچلی مساله شمیرل کیږی خو د ملی امنیت د اداری له ژمنی سره سم به په راتلونکو دوو ورځو کی له دی پیچلی پیښی پرده پورته او هر څه به په داګه شی.

افغان ولسمشر حامد کرزی هم وایی که چیری دا جوته شی چی پاکستان د ښاغلی ربانی په وژنه کی لاس لری دا به له افغانستان سره ددی هیواد روښانه دښمنی وی .د ولسمشر په وینا که چیری پاکستان د استاد ربانی د وژنی پّه اړوند روښانه او کره شواهدو په اړه لازمی څیړنی او مرسته ونکړی نو افغان دولت به په دی اړه د ملګرو ملتونو نه مرسته غواړي. ‎‎

ښاغلي کرزي د سولی د عالی شورا د مشر له وژنی ورسته هوډ کړی چی نور به د طالبانو سره د سولی لپاره خبری دروی او دا لړی به له پاکستان حکومت سره غځوی.

XS
SM
MD
LG