د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: پاکستان او طالبان د افغانستان دښمنان دي


د افغانستان او عراق لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفیر او ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد، وایي "باید په افغانستان کې د پاکستان سیاست ته ماتې ورکړل شي او دا په دې معنی دي چې افغانستان باید دومره قوي کړو چې په دې هیواد کې پاکستان ته مداخله گرانه تمامه شي."

ښاغلي خلیلزاد، د آشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې د خپلې وروستۍ وینا د مختلفو برخو په هکله څرگندونې وکړې چې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند د مخکښ کاندید دونالد ټرمپ د بهرنۍ پالسۍ د تشریح کولو په محفل کې یې کړې وه. هغه په خپله مرکه کې په افغانستان کې د مداخلې د مخنیوي لپاره د امریکا له لورې پر پاکستان باندې د لازم فشار نه اچولو څخه نیولې د افغانستان د سولې د مذاکراتو پورې موضوعگانو باندې خبرې کړې دي.

په دې لاندې لینک کې د ښاغلي خلیلزاد سره مرکه په دوو برخو ویشل شوی ده په لومړې برخه کې ښاغلی خلیلزاد د ښاغلي ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په محفل کې د خپلې وینا په هکله او دا چې ولې ښاغلي ټرمپ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د تشریح کولو په ترڅ کې افغانستان نه دی یاد کړی، معلومات ورکوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:40 0:00
مستقیمه لیکه

د مرکې په دوهمه برخه کې ښاغلی خلیلزاد په افغانستان کې د مداخلې د مخنیوي لپاره پر پاکستان باندې د امریکا د فشار راوړلو او همداشان د سولې د خبرو راتلونکې او د طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکرې په هکله څرگندونې کړي دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:24 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG