د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج د اسوشیټټ خبري اژانس ته وویل پاکستان هڅه کوي د طالبانو هغه مشران سولې ته تشویق کړي چې پاکستان کې ژوند کوي.
نوموړي همدا راز ومنله چې د افغان طالبانو یو شمیر لوړ پوړي چارواکي په پاکستان کې او سیږي او درملنه یې هم همدلته کیږي.
ښاغلي عزیز داسې مهال د سولې مذاکراتو ته د ځینو طالب مشرانو د راوستلو خبره کوي، چې د مارچ په لومړیو کې د سولې پلان شوې خبرې ونشوې، طالبانو په دغو خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړه.
په همدې حال کې په واشنګټن کې د وډرو ولسن په څیړنیز مرکز کې د جنوب او جنوب ختیځې اسیا د چارو کارپوه مایکل کوګلمن وايي، چې پاکستان په طالبانو باندې په خپله خاوره کې د پټنځایونو د برابرولو له لارې خپل نفوذ له لاسه ورکړی.
ښاغلي کوګلمن د اسوشیټټ اژانس ته وویل طالبان اوس د افغانستان په داخل کې ځانته نوي پټنځایونه پیداکوي او ښايي نور د پاکستان غوښتنو ته غاړه کینږدي.
د دوو طالب چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو نوي مشر اخترمحمد منصور هغو طالبانو ته چې اوس هم په پاکستان کې دي، ویلي که د اسلام اباد لخوا د فشارونو په وړاندې مقاومت نشي کولی، افغانستان ته دې ولاړ شي.
د لیوین په نامه یو بل کارپوه وايي" ماته داسې ښکاري، هغه څه چې کابل یې وړاندیز کوي، تر هغه ډیرکم دي، چې طالبان به یې د سولې لپاره وغواړي."
خو کوګلمن وايي زه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قدرت د ویش د کومې موافقې تصور نه شم کولی.
افغان حکومت هڅه کوي چې، له طالبانو سره یو جاړي ته ورسیږي او په افغانستان کې روانې جګړې او غمیزه ختمه کړي.