د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پاکستان او بریتانیې مشرانو په نیویارک کې خبري کړي


د افغانستان، پاکستان او بریتانیې مشرانو په نیویارک کې په سیمې کې د سولې، ثبات او د افراطیت په خلاف د مبارزې، او افغانستان او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

په دغې ناستې کې د افغانستان ولسمشر، حامد کرزي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د بریتانیې لومړي وزیر دیویډ کیمرون برخه درلوده. په یو لیکلي بیان کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست لخوا خپور شوی ویل شوي دي چې د بریتانېي لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان له روانو هڅو په کلکه ملاتړ وکړي.

همداراز د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو , د دواړو ملکونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریوو د تړون په اړه هم خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې د تړون مسوده به د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې نهایي کوي.
XS
SM
MD
LG