د لاس رسي وړ اتصالات

په پنجشیر کې د "افغان" پر ضد مظاهره وشوه


افغان امنیتي ځواکونو د مظاهرې امنیت نیولی و

په پنجشیر کې لسګونو کسانو په برېښنايي تذکرو کې د "افغان" کلمې پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو چې اکثریت یې ځوانان وو، د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د حکومت بیرغونه لېږدول، د ولسشمر غني د "مرده باد" او "د خراسان د نوي دولت" د "زنده باد" نعرې یې وهلې. د افغانستان امنیتي ځواکونو د مظاهرې امنیت نیولی و.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې مظاهرې د ځینو تصویرونو او ویډیوګانو خپرولو یو لړغبرګونونه پارولي دي. ځینې دغه مظاهره د خلکو "خپل احساسات" ګڼي او ځینې نور بیا د دغه کار کار اصلي لامل "سیاسي اختلافات" او له "ملي هویت څخه انکار" ګڼي چې د دوی په خبره د "افغانستان ملي امنیت ته زیان" رسوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وايي کله چې د ځینو "سیاسي ټیکدارانو ګټې او موقف له خطر" سره مخامخ شي، بیا یې په خبره د ځوانانو له احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي.

په پنجشیر کې چارواکي وایي چې دا "مظاهره ولسي وه او د بېلابېلا برخو خلکو" په کې ګډون کړی و.

د پنجشیر د والي ویاند عبدالودود مردان امریکا غږ ته وویل چې د مظاهره کوونکو غوښتنه "په سوله ییز ډول ګډ اوسېدل" و او دا چي "د یو قوم هویت دې پر بل ونه تپل" شي.

ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ د برېښنايي تذکرو وېش پیل کړ خو اجرايي رئیس عبدالله عبدالله ددغه کار مخالفت وکړ. خو ښاغلي عبدالله دا خبره وکړه چې پر خپل افغانیت او مسلمانۍ ویاړي.

د برېښنايي تذکرو د وېش مسئلې د ځینو عادي افغانانو ترڅنګ د افغانستان په ملي شورا کې هم څو وارې جنجالونه پارولي او د وېش بهیر یې ځنډول شوی و.

XS
SM
MD
LG